د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د شنګش درې اوسېدونکو خوبونه په رښتیا بدل کړل
شنګش د کونړ شیګل ولسوالۍ له مهمو درو ده چې چې د ولسوالۍ شمال ختیځ لوري ته پرته ده. دا دره ډېره پېچلې ده او په تېر کې د سړک د نه شتون له امله ګڼو ناروغانو په ځانګړي ډول امیندواره مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د تېرو لسيزو په مهال پدې دره کې خورا دردناکې پېښې شوي. خلک د سړکونو د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخامخ وو، خپل ناروغان به یې په لرګیو کې تړل او لسګونو کیلومټره لرې به یې روغتون ته رساوه؛ خو زیاترو به یې په لاره کې ساه ورکوله.
پدې وروستیو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېتې د خوړو نړیوال سازمان سره په ګډه پدې دره کې په سیمه ییزو کارګرانو په سړکونو کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو د وېش پروګرام پیل کړ.
نږدې ۱۲۰ کارګران د شنګش درې د سړک په بیارغونه کې کار کوي او هره میاشت د اوړو او غوړیو سربېره نور خوراکي توکي تر لاسه کوي.
د تېرې می میاشتې راهیسي یې تر اوسه ۵ کیلومټره سړک رغولی او ۵ کیلومټره رغونه یې پاتې ده چې نږدې وخت کې به سرته ورسیږي.
۶۰ کلن شین ګل چې د شنګش درې ډب کلي اوسېدونکی دی، هغه حالت بیانوي؛ کله چې سړک نه وو رغول شوی.
هغه وایي؛ موږ د سړک د نشتون له امله د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وو. موږ به خپل ناروغان په لرګیو کې تړل او بیا به مو روغتون ته وړل. روغتون زموږ له کور ډېر لېرې واټن کې و او له موږ ډېر ناروغان روغتون ته له رسېدو وړاندې په لارو کې تلف شوي هم دي. په لومړي سر کې سویډن کمېټې موږ ته د پاکو اوبو زمینه برابره کړه او بیا د خوړو نړیوال سازمان موږ سره د سړکونو په رغونه کې ملاتړ وکړ. د خوړو نړیوال سازمان له سویډن کمېټې سره په همکارۍ موږ ته هره میاشت خوراکي توکي راکوي؛
په ورته وخت کې؛ د شنګش درې بل اوسېدونکی رحیم ګل وایي؛ له سلو زیات کسان یې په تېر کې د سړکونو د نشتون له امله له لاسه ورکړي.
هغه وویل؛ د سویډن کمېټې له حیاتي ملاتړه ډېره مننه. کله چې سړک نه و رغول شوی، موږ له زیاتو ستونزو او ننګونو سره مخ وو. هغه مالومات چې زه یې لرم، له سلو پورته ناروغان مو په لاره کې د سړک د نشتون له امله له لاسه ورکړي. په دوی کې ډېرې امیندواره مېرمنې وي چې روغتون ته له رسېدو وړاندې یې خپل ژوند بایللی. له نېکه مرغه د دغه سړک په جوړېدو سره زموږ ډېرې ستونزې حل شوې او له خېره راتلونکي ته کومه اندېښنه نه لرو.
پدې سربېره، زین الله چې شنګش کلي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، وایي سړک باید د شنګش درې پورتنیو ساحو ته هم وغځول شي؛ څو د ټولو خلکو ستونزې حل کړي.
هغه وایي؛ موږ په تېر کې ورځنۍ اړتیاوې او ټرانسپورټ په خرو او کچرو کاوه. موږ له ژونده ستړي شوي وو. موږ د افغانستان لپاره له سويډن کمېټې ډېر خوښ یوو چې زموږ د سړک جوړولو اساسي اړتیا یې پوره کړه.