تیاره ویني مګر روښانه فکر کوي
عمران علي شیرزاد چې ۲۰ کاله عمر لري د نابینایانو ټولګي ته درس وايي. په دغه ټولګي کې شپږ تنه نابینا شاګردان درس وايي چې درې تنه یې نجونې او درې تنه هلکان دي.
هغه لومړنۍ زده کړې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د معلولو اشخاصو لپاره په جوړ شوي پروګرام کې ترسره کړي دي، او اوس په کلیوالي کچه د نابینایانو یوه ټولګي ته درس وايي.
هغه وايي: “زه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د معلولینو سره له مرستندوی مرکز څخه فارغ شوی یم. سږنی کال له دولسم ټولګي څخه فارغ شوم او د کانکور لپاره چمتو والی نیسم. غواړم حقوقو پوهنځي کې درس ووایم او د معلولیت لرونکو اشخاصو لپاره د خدمت جوګه شم.”
هغه د زده کړو سختې شپې ورځې تیرې کړي دي او غواړي خپلو شاګردانو ته خپلې زده کړې ولیږدوي او هغوی وهڅوي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د ټولنې فعال غړي شي.
دغه راز هغه زیاتوي: “هڅه کوم چې ددغه مرکز زده کوونکي په ټولنه بار نه وي او هر یو وکولی شي د خپل ځان او خپلې کورنۍ ښه ملاتړ کوونکی و اوسي. دا سخته ده، مګر ناممکنه نه ده. زما لپاره د زده کړو لومړۍ ورځې سختې وې، مګر د وخت په تیریدو سره هر څه سم شول. زیاتره وختونه به مې زړه سوړ و چې زه نه شم کولی، مګر اوس مې ومنله چې زه کولی شم.”
دغه زده کوونکي د یوې روښانه او غوره راتلونکي لپاره هلې ځلې کوي. یوازې هغه وسیله چې له دوی سره په زده کړو کې مرسته کوي، د هغوی لاسونه دي چې لیکنې ورباندې لمس کوي.
اته کلن مدثر او د هغه ټولګیوال ددې هیله لري چې د دغه ټولګي پیل به د دوی لپاره عامو ښوونځیو ته د شاملیدو دروازې پرانیزي. درې میاشتې کیږي چې دغه ټولګی په جلال آباد کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا د معلولیت لرونکو اشخاصو لپاره د پروګرام له مخې پیل شوی دی.
مدثر هم ډیر خوبونه لري. هغه وايي: “غواړم ښوونکی شم. د هغو نابینایانو لپاره چې زموږ په چاپیریال کې دي مرسته وکړم. دغه درې میاشتې چې تیرې شوي دي، ځنې راضي یم، زموږ ښوونکی خورا زحمت کشه انسان دی، هغه موږ درس ویلو ته هڅوي.”
یوولس کلنه لیلي له هغه فرصت څخه چې ورته برابر شوی خوشاله ده. هغه وايي: “که موږ ته په تیرو شوو کلونو کې د زده کړو فرصت برابر شوی وای ښه به و، خو اوس هم ناوخته نه ده، زه به خپلو درسونو ته دوام ورکوم. ډاکټره کیدل او خلکو ته خدمت مې له هیلو څخه دي.”
د سویډن کمیټې د جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر په ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو کې لس ولسوالۍ د دغه دفتر د معلولینو د څانګې تر پوښښ لاندې دي، چې په ټوله کې یې ۲۵ د زده کړو ټولګي د معلولینو لپاره جوړ کړي چې ټول ۱۶۷ تنه د بیلابیلو معلولیتونو لرونکي اشخاص په دغو ټولګیو کې درس وايي، چې د ځانګړو زده کړو تر ترسره کولو وروسته به د خپلو زده کړو د دوام په خاطر عامه ښوونځیو ته ور پیژندل کیږي.