د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د ښوونې په برخه کې د خاص کونړ ولسوالۍ ماشومانو هیلې ژوندۍ ساتلي
د کونړ خاص کونړ ولسوالۍ اړوند اهنګرانو کلي کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په ۲۰۱۵ کال کې د اهنګرانو کلیوالی ښوونځی تاسیس کړ چې اوسمهال پکې د ۱۲۸ هلکانو او ۳۷ نجونو په ګډون ۱۶۵ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
دا ښوونځی تر شپږم ټولګي دی چې چې د اوو نارینه ښوونکو له لورې د دې سیمې زده کوونکو ته د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي.
د سیمې د اوسیدونکو په وینا، کله چې سویډن کمېټې دا ښوونځی نه و تآسیس کړی، خلک د تعلیم په برخه کې له ستونزو سره مخ وو او د زیاتو کورنیو اندېښنه دا وه چې ښایي ماشومان یې یې د زده له کړو نعمته بې برخې شي؛ خو د دې ښوونځي په جوړېدو یې دا اندېښنې له منځه تللي.
د اهنګرانو کلیوالي ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکی امین الله وایي: که دا مکتب نه وای جوړ شوی، موږ به له زده کړو پاتې وای. اوس چې دا مکتب جوړ شوی، زموږ خویندو او وروڼو ټولو زده کړو سره مینه زیاته شوې ده.
یوولس کلنه مُسکا چې د اهنګرانو کلیوالي ښوونځي په څلورم ټولګي کې زده کړې کوي، وویل: زه له سویډن کمېټې ډېره خوشاله یم؛ تعلیم زما لویه هیله ده او اوس ډېره خوښه یم چې دا ارمان مې پوره کیږي.
د اهنګرانو کلیوالي ښوونځي ښوونکی مصباح الله وایي، د اغېزمن تدریس لپاره له بېلابېلو میتودونو کار اخلي چې څنګه وکولای شي، زده کوونکي موثره زده کړه تر لاسه کړي او د راتلونکو لوړو ټولګیو لپاره په بشپړ ډول تیار واوسي.
باید وویل شي چې له دې کلي نور دولتي ښوونځي په لرې واټن کې پراته دي او وړاندې کوچنیو ماشومانو نه شو کړای چې لرې ځایونو ته د درسونو لپاره ولاړ شي. د سیمې خلک اوس پدې خوښ دي او باور لري چې د دې ښوونځي په شتون کې به یې د زده کړو په برخه کې د بچیانو هیلې پوره شي.