دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه؛ دافغانستان دښوونکو دمنتخبې شورا څخه دیوې موافق نامې په چوکاټ کې ملاتړ کوي
دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې دسه شنبې په ورځ دثوردمیاشتې په ۲۴ نېټه یوه موافقت نامه دافغانستان دښوونکو دټاکل شوې شورا سره په کابل کې لاسلیک کړه. ددې موافقتنامې پربنیاد؛ دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه د ۱.۸۵۷.۱۰۶ په اندازه افغانۍ ددې شورا دفعالیتونو دتطبیق لپاره چې دښوونکو دحقونو دتامینولو اوپه افغانستان کې دتعلیمي کچې دلوړولوپه موخه طرح شوی ده ، اهدا کوي.
سوني مانسن دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې عمومي رئیس دیاد بنسټ له ژمنتیا؛ چې په افغانستان کي یې دښوونې او روزنې په وړاندې لري تاکید کوي. هغه وایي:” موږ په افغانستان کې دښوونې او روزنې دپروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوواو په راتلونکي کې پدې ملاتړکې کمی په نظرکې نلرو”.
په ورته مهال فضل احمد فضل په افغانستان کې دښوونکودمنتخبې شورا رئیس یې په اړه دا ډول دخوشبینۍ اظهارکوي:” دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې څخه دمالي مرستې په وجه مننه کوم ؛ ځکه دغه مرسته دافغانستان په ۲۹ ویالاتوکې زموږ دتخنیکي ستونزو درفع وسیله ګرځي.
محبوبه رحمت، دافغانستان دښوونکو دمنتخبې شورا منشي او په عین حال کې دنماینده ګانو دمجلس غړې دسویډن کمېټې له مرستې څخه دمننې په څرګندولو سره وویل :” دغه مرستې دښځينه ښوونکو دحقونو دملاتړ په برخه کې هم کومک کوي ځکه چې ددې شورا غړیتوب په سلو کې ۲۰ سلنو څخه زیات له ښځینوو څخه تشکیل شویده”.
ددې موافقتنامې داعتبار موده د۲۰۱۹ کال ترختمېدلو پورې په نظر کې نیول شویده چې دهغې پر بنیاد دسویډن کمېټه دا
دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه له ۳۵ کلونو څخه راپدېخوا دښوونې او روزنې ، روغتیا ، کلیوالي پرمختیا او معلولیت برنامې له ۱۴ څخه په زیاتو ولایتونو کې پرمخ وړي.