“هیله من یم چې پرته له کوم ځنډه خپل پروګرامونه پلي کړو”
مرکه | سونی منسن، د افغانستان له پاره د سویډن کمیټې ټاکل شوی عمومي رئیس
تر هر څه د مخه د افغانستان له پاره د سویډن کمیټې د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ومنئ. د سویډن کمیټې له پاره په راتلونکي کې ننګونې څه دي؟
“مننه، لومړئ پریږدئ وګورو چې په اکتوبر میاشت کې د ولسي جرګې د کیدونکو ټاکنو او وروسته راتلونکي کال په پسرلي کې د ولسمشریزو ټاکنو له مخې په روان وضعیت کې څه ډول ښه والی را منځته کیږي.”
“موږ په نا امنو سیمو کې د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې تل له ننګونو سره مخ یو. ځینې وختونه زموږ فعالیتونه درول کیږي او یا هم له ځنډ او خنډ سره مخ کیږي؛ په ځانګړې توګه هغه پروګرامونه چې د زامنو او لوڼو حقونه په کې شامل وي.”
“اوس موږ د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د پایپ غځولو پروژه لرو، چې له ننګونو ډکه ده، هم له تخنیکي پلوه او هم له دې پلوه چې د سویډن کمیټې له خوا تر ټولو ستره پروژه ده، دا پروژه ډېره جالبه ده!”
که تاسو د راتلونکي له پاره د خپلو هیلو لیک لړ جوړ کړئ، کوم موضوعات به پکې ځای پرځای کړئ؟
“دا چې خپل پروګرامونه پرته له کوم ځنډ او خنډ پرته پلي کړو او خپل فعالیتونه په هغو ولسوالیو کې مخکې له مخکې هلته موږ حضور لرو، نور هم پراخ کړو، چې په هغو ولسوالیو کې د ډېرو خلکو ستونزو له منځه وړلو ته لاسرسی ولرو.”
تاسو جالبه او په زړه پورې مخینه لرئ، کولی شئ له موږ سره یې په لنډه توګه شریکه کړئ؟
“په کال ۱۹۸۸م کې مې مې په منځني ختیځ د فلسطین د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو له سازمان(UNRWA) سره کار پیل کړ، په دغه بهیر کې مې له د لبنان په بیروت، د اتریش په وین، او د عمان په اردن ښارونو کې میشت وم. په ځانګړې توګه په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د امنیت او د اروپا د همکارۍ سازمان(OSCE) او د فلسطین په رمله ښار کې مې د اروپايي اتحادیې او د فلسطین په هیبرون ښار(TIPH) کې مې د نړیوال مؤقت حضور په برخو کې هم دندې ترسره کړي دي. په لومړیو کې مې د یوه نظامي افسر په توګه مې په لبنان کې د ملګرو ملتونو په یوه سویډني کنډک کې دنده ترسره کړې، چې په همدې توګه مې په نړیوالو چارو کې لیوالتیا ترلاسه کړې.”
تاسو مخکې هم د افغانستان له پاره د سویډن کمیټې په رهبرۍ کې له یوه کال څخه زیات د عمومي رئیس د معاون په توګه حضور درلود، ستاسو په نوي رول کې ستر بدلونونه څه دي؟
” اوس یو ستر او ټولیز مسؤولیت را تر غاړې دی او د افغانستان له پاره د سویډن کمیټې څخه په بهرنۍ ټولنه کې استازیتوب کوم چې دا مې د کار یوه تر ټولو مهمه او اړینه برخه ده. دغه راز لازمه ده چې خپل کارونه پراخ کړو او له کیفیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړم.”