د شیرم ماشومان د ښوونځي درلودلو په آرمان کې
کله چې موږ د ښوونځي په هکله خبرې کوو، تاسو به ښايي د یوې ښکلې ودانۍ په هکله فکر کوئ چې شین چاپیریال پراخ انګړ له لویو لویو صنفونو سره ولري، خو ځینې بیا په دې آرمان کې دي چې یوازې داسې ښوونځي ولري چې څلور دیوالونه او یوه توره دړه په کې وي.
د بلخ ولایت د کشندي ولسوالی شیرم کلی یو له ښاره د لرې پرتو بانډو څخه دی. د هر ځای په شان هلته ماشومان د ډېرو هیلو او سترو سترو آرمانونو او خوبونو سره ژوند کوي. نږدې د ټولو ماشومانو هیلې او ارمانونه سره یو شان دی، هو د یوه روزنیز ټولګي درلودل.
د افغانستان له پاره د سویډن د کمیټې د ښوونې او روزنې پروګرام یوولس میاشتې وړاندې په دغه کلي کې یوه سروې ترسره کړه او د کلیوالو له غوښتنې سره سم یې د حضرت شمعون ښوونځي له پاره د ودانۍ جوړولو پریکړه وکړه. د دغه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو کار د ۲۰۱۷م د نومبر په میاشت کې د سویډن کمیټې د کلیو د پراختیا له پروګرام له خوا پیل شو او درې میاشتې وروسته به دغه ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. ټول ماشومان لیواله دي او د خپل نوي مکتب لیدو په بې صبرۍ شیبې شمیري.
د کشندي ولسوالۍ د شیرم کلي ماشومانو تر دې وړاندې یوازې یو درسي ټولګی درلود چې دوی ته کافي نه و او مجبور وو چې د اوړي په ټکنده غرمو او د ژمي په سړو کې په خیمه کې درس ووايي. د دغه کلي خلک او په ځانګړې توګه ماشومان ټول د افغانستان له پاره د سویډن له کمیټې څخه مننه کوي او وايي:
«د افغانستان له پاره د سویډن کمیټې زموږ ماشومانو هیلې په حقیقت بدلې کړې، له ټولو څخه ډېره زیاته مننه.»