د لیدا کیسه؛ معلولیت نه تر سینګار هنر او کمپیوټرساینس زده کړیالي
“څلورم ټولګي زده کوونکې ومه چې ښوونځۍ مې پرېښود. په لاره تلل راته نور سخت کار ښکارېده. ما یواځې ښوونځې ته د تګ هیله درلوده، ماشومانو سره د لوبو کولو او نورو ځایونو ته د تګ په اړه مې هیڅ فکر نه کاوه”.
لیدا په پنځه کلنۍ د پولیو په ناروغۍ اخته شوه. کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له کبله د هغې درملنه یې نشوه کولۍ، هغي ورځ تربلې خپل هیلې له لاسه ورکول او ډېره یواځې شوې وه.
“کله چې په لاره تلم نو پښې به مې په لاسونو سره پرمخ وړل. په ډېر ستونځو سره په لاره تلم دی حالت سخت دردولم. “
هغې نور باور نه درلود چې بیا به خپل په پښو ښوونځي ته لاړه شي. خو د هغې هیلې هغه وخت رېښتینې شوې چې په مزارشریف کې یې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې فیزیوتراپی کلینیک په اړه معلومات ترلاسه کړل. هغې ښوونځۍ پای ته ورسوه او اوس د کیومرث انستیتیوت د کمپیوټرساینس د دوهم کال زده کړیاله ده.
همداراز لیدا خپل د ټولګیوالو په هکله وایی هغوی ډېر مهرباني ورسره کوي او هیڅ کله ورته د ناامیدۍ احساس نه ورکوي نو دا پدې مانا ده چې خپل د ټولکیوالو د رویه او اخلاق څخه راضي ده.
لیدا وایی: “دقیق مې په یاد نه دی خو ډېر کلونه تیر دي ښایي لس کاله مخکې د سویډن کمېټې، فزیوتراپي کلینیک، اورتوپیديک څانګې نه مې د ګرځېدو لپاره یوه وسیله (KFO) واخیسته. په پېل کې ګرځېدل هغې سره راته ډېر سخته ښکارېده خو ورو، ورو ورسره روږدې شومه او ښوونځې ته تلل مې پېل کړه”.
لیدا ډېره هوښیاره جلۍ ده هغې د هر ډول اسانتیاوو نه چې د سویډن کمیټې په بلخ ولایت کې معلولیت لرونکو خلکو لپاره برابره کړې ګټه اخیستې ده.
هغې وویل: “د پښو عضلاتو د پیاوړتیا لپاره مې د معلولینو پروګرام ټولنیز کارکوونکو له خوا، پوره دوه کاله په هره میاشت کې څو ځلې تمرینونه ترلاسه کول. وروسته له دوه کاله تمرینونو ډېری ستونزې مې حل شوې تردې چې نور مې ورته اړتیا نه درلوده. “
همدارنګه هغې په آرایشګرۍ کورس کې چې د سویډن کمېټې د معلولینو پروګرام له خوا جوړشوی و برخه واخیسته او وروسته له لسو میاشتو یې کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسوه.
هغې ۲۵۰۰۰ زره افغانۍ د معلولینو پروګرام نه پور واخیست تر سو خپل آرایشګاه لپاره چې خپل کور کې یې جوړ کړی وسایل واخلي، او اوس محال د آرایشګاه د ګټې نه خپل د پوهنتون مصارف ورکولی شي.
سربېره پردې هغه په مزار کې د معلولیت لرونکو ښځو د انجمن یوه فعاله غړې ده، هغه خپل ځان د یو معلول په حیث نه ګني بلکه ځان د ټولنې یو فعال وګړۍ شمېري.
د معلولیت لرونکو ښځو انجمن سره د افغانستان لپاره د سويډن کمیټې له خوا مالي مرسته شوې. د همدې انجمن له طریقه لیدا د معلولیت لرونکو ښځو د حقوق د دفاع په خاطر په ځینو غونډو کې برخه اخلي.