ښوونځي ته مینه ـ تر هغه وخته چې هوا توده او وچه وي.
آیا دا یوه ښوونځي دی او یا د اوړي کمپ؟! د سویدن ماشومان به له دي ځای سره مینه ولري. د یو له شر او شور څخه ډک سیند ترڅنګ، د ښوونځي انګړ یو چمن دي. خو ماشومان به ډير ژر وپوهېږي، چې کله په مني کې باران اوري او یا هوا سړه شي، دا به غوره به ونه وي چې په خیمو کې یا پر پلاستیک باندې پوښل شوی ټولګي ولري.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه زیاتره په کلیوالو سیمو کې کار کوي، ځکه د افغانستان اکثریت خلک هلته ژوند کوي. افغانستان زیات ناامنه شوی دی، دا په دې معنا چې په لرې پرتو سیمو کې د پروګرام د فعالیتونو څخه کتنه ډیر ستونزمنه شوې ده ، په ځانګړې ټوګه زموږ لپاره چې بهرنیانو یوو. د تخار ولایت په ټولو ولسوالیو کې د سفر لپاره امنیت شته. د ورسج له درې څخه نږدې د دریو ساعتو موټرچلولو ورسته په وایروف کې ورسیدم، وایروف هغه ځای دي چې زما تیلفون هلته انتن نه ورکوي او هم دا هغه ځای دي چې په افغانستان کې تر ټولو غوره ګیلاس(الوبالو) لري.
ما فکر کاوه چې که زه په یوه رښتیا لرې سیمه کې خپل سفر تنظیم کړم، دا کار به ډیر به توپیر ولري. خو په وایروف سیمه کې ما هغه کیسې واوریدلې، چې د تخار په نورو سیمو کي مي اوریدلې. د فعالیتونو میتودونه د نورو سیمه ایزو ښوونځیو فعالیتونه چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی لخوا ترسره کیږي یو شان دي. محلي ټولنې د ښوونځي د ودانې جوړولو، تشنابونو جوړولو، صحی اوبه ته د لاسرسی او نورو کارونو مسوؤلیت په غاړه اخیستي دي. د ټولو هغو کارونو سرته رسول چې پوهنې سره اړیکه لري، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی مسوولیت دي.
او د نورو ځایونو په شان خلک تصدیقوي چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی یو ښه کار ترسره کوي. د سمستر په پیل کې د ښوونځي کتابونه په خپل ځای کې وي، ښوونکو خپل معاشونه په خپل وخت ترلاسه کوي، ښوونکي منظمه روزنې ترلاسه کوي، او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د کارکوونکو له ښوونځیو سره نږدې اړیکه لري او په ډاګه کوي چې هر څه په سمه لاره راروان دي. خو د نورو ډیرو ځایونو په شان کلیوالې خلک له د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی څخه یو شی د زړه له کومي غواړي.
سرښوونکي عزیزالله وایي: «مونږ د یوه ښه ښوونځي د جوړولو لپاره د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې څخه مرسته غواړو»
ځینې ښوونځي چې په یوه کال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی د هغو جوړولو توان لري، د هغو ټولو کلیو اړتیاوې نشي برابرولي چې مناسبه ښوونځي هیڅ نه لري. امان الدین چې د ښوونځې د مدیریت کمیټې مشر دی، وایي چې په وایروف کې محلي ټولنه د خپلې ښوونځي لپاره دریږي. یو بیلګه يې د ښوونځي ته د ورغلی سړک دي، چې خلکو په خپله جوړ کړي. د ښوونځيو د کتابونو د زیرمه کولو لپاره د یوې کوټې جوړول د خلکو یوه بله پروژه ده. خو خلک فقیر دي او د ښوونځي جووړلو لپاره پوره پیسې نشته.
له لومړې ټولګي څخه تر شپږم پورې دا ښوونځي ۱۹۰ زده کوونکي لري او شپږ ښوونکي لري چې پنځه یې ښځې او یو یې سړی دي. ما اجازه وغوښتله چې له یو شمیر ښځینه ښوونکو سره خبرې وکړم. دوی دا نظر راکړ، چې زیاتر کارونه ښه ډول ترسره کیږي. او د نارینه وو په څېر دوی هم د هیلې لست په سر کې یو مناسب ښوونځی لري.
فهیمه وایې: “موږ د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ښوونکي روزنې پروګرام کې شرکت کاوه او موږ په دې نظر یوو چې دوی باید د ښه کیفیت خاوندان و اوسي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی په تالقان او د کلي په نږدې سیمو کې روزنيز پروګرام لري او که دا پروګرام موږ ته په نږدي ځایونو کې ترسره شي، موږ لپاره به ډیر ښه وي”.
فهیمه د پوهنتون روزل شوې ښوونکي ده او رمضیه د ښوونکو د روزنې دوه کلن پروګرام سرته رسولی دی. خو که څه هم دوی ښې زده کړې کړي دي نو بیا هم دوې د خپلې شاوخوا نارینه ښوونکو سره په یو دریځ کې نه دي. کله چې د عکس اخیستل وخت راغی، دا کار په پټه به ترسره کیده ترڅو هیڅ نارینه ښوونکی چې د ښوونځي په انګر کې ولاړ وي دوي ونه ګوري او په دې پوه نه شي چې دوي د عکس اخیستل اجازه ورکړې ده.
رمضیه وایي: “زه واده شوي یم، او زما میړه زما پریکړې ته چې د کور نه بهر کار وکړم ملاټر کوي”