سید یوسف او بي بي صغری

دا ښځه خاوند په وحدت آبائیل کلی کې اوسیږي. دا په خپله ډله کې خورا فعاله دي. د دوي په بڼ کې د ساختماني پروژو ټول سامان آلات لیدلای شئ، دا جوته کوي چې د دوي کور د کلیو د پراختیا لپاره یو مرکز دی. د دوي ژوند د کلی د نورو اوسیدونکو په پرتله ښه دی. کور یې په لمریز بریښنا سمبال او د لمریز بریښنا له امله د جلیدونکو پکو یخ دی او بڼ یې زرغون دی.

 د سید یوسف په وینا هغوي په کلی کې د قرطاسیه خرڅولو هټۍ لري خو دا هټۍ هغوي ته دومره ګټه نلري.

د بي بي صغری په ګډون د ځان څخه ملاتړ کونکي ډلي غړي راټول شوي چې د کلی د حالت په اړه وغږیږی. د شولګره په څير دلته هم د کارونو نشتوالی، د عایدو نه شتون او اوبه لګونه هغه ستونزي دي چې دوي ورسره مخ دي. یوه ځانګړی ستونزه چی دوي ورسره مخ دي هغه د نجونو د ښوونخي دیوالونه دي. دیوالونو نه امله نجوني خوندیتوب نه احساسوي.

  د ښځو په وینا هغوي د نارینه و په څير یو شان وضعیت نه لري. د بي بي صغری په وینا هغوي د دندو لپاره چیري نشي تللې. د میرمنو پوهي ته ارزښت نه ورکول کیږي.