محمد حسین

محمد حسین سر اسیاب سوفله کلی کې چیرته چې سیامو هم اوسیږي ژوند کوی. د محمد حسین د کور تر څنګ د سړک غاړه که څه هم د رود څخه لیری نه ده یوه دښته معلومیږی. محمد حسین د کورنۍ سره خپل ټول عمر همدلته تیر کړی دی. هغه د خپل اکا لور سره واده کړی او درې اولادونه لري.

 د محمد حسین په وینا د هغه میرمن اوس هم ښوونځي ته ځي. محمد حسین یو ښوونکې دی. د میاشتې پنځه زره افغانۍ عاید لري. هغه په خپله ډله کې خزانه دار دی.

د محمد حسین خوبونه د کلی د نورو اوسیدونکو څخه توپیر نلري. هغه د یو ښه دندي، ښه عاید، یو ښه کور او د ماشومانو لپاره پوهنتون ته د تللو یو ښه فرصت لرلو هیله لري.