ښوونه او روزنه

دافغانستان لپاره دسویدن کمېټه له ۱۹۸۴ کال څخه د زده کړو په سکتور کې دخیله وه او فعالیتونه يې په شمول د دظرفیتونو د ودې ، عدالت غوښتنې او دخدمتونو وړاندې کول، دي. ښوونیزو آسانتیاؤ ته دمساوي لاسرسي په موخه، دغه برنامه په څلوارلس ولایتونو کې نږدې ۸۱ ولسوالیو کې عملي شوې ده.

دخدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې؛ دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه له ۲۰۰۶ کال راپدېخوا کلیوالي ټولګیو څخه ملاتړ کوي. په ټوله کې ۷۷۶۳۱ تنه دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې په کلیوالي ښوونځیو کې ګډون کوي چې ۵۹ په سلو کې يې نجونې تشکیلوي چې ددې په منځ کې نږدې ۲۷۵۲ تنه معلولیت لرونکي ماشومان دي چې په رسمي ښوونځیو کې شامل شوي دي. چې ۱۱۴۵ تنه یې نجونې دي.

دکلیوالي ټولګیو څخه دملاتړ برنامه، دافغانستان دحکومت دکلیوالي ښوونځيو دپالیسي له مخې؛ چې په هغې کې دپوهنې وزارت دانجیوګانو په مرسته کلیوالي ټولګي دماشومانو دلاسرسي دزیاتوالي په موخه؛ په لرې پرتو سیمو کې جوړوي، لرې پرتې سیمې چې دښوونځیو ترپوښښ لاندې ندي. دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې کلیوالي ټولګي دهېواد په لرې پرتو سیمو کې وجود لري او محرومو ماشومانوته په شمول د ترټولو زیامنونکي قشرلکه نجونې، معلولیت لرونکي ماشومان او دکوچي ټولنو ماشومانو ته تعلیمي خدمات وړاندې کوي. نور محروم ماشومان هم دافغانستان لپاره دسویدن کمېټې په کاري ساحه کې کولای شي ددغې کمېټې دخدمتونو څخه مستفید شي.  تعلیم ته دماشومانو دلاسرسي دښه کولو په موخه دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه له محلي جوړښتونو سره دبېلګې په توګه ، سیمه ییز مشران ، مذهبي مشران، دښوونځي دمدیریت کمېټه او دزده کوونکو والدین او همدارنګه په سیمه ییزه او ملي کچه دمسوولینو سره کار کوي ترڅو ډاډمن شي چې ماشومان په ټاکل شویو سیمو کې په برابرډول باکیفیته تعلیمي آسانتیاؤ ته لاسرسی لري.

دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې دښوونې او روزنې دبرنامې سره په څنګ کې دظرفیتونو د ودې بنسټیزه برنامه ددولتي ښوونځیو ښوونکو ته په لاره اچوي. دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې دښوونې او روزنې پروګرام دماسترۍ برنامه په ۲۰۱۱ کال کې پیل کړېده او دویم پړاو دماسترۍ دبرنامې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شو.