کليوالی ټولني

مونږ په کلیوالو سیمو کی خلکو ته د خپل ځان څخه د ملاتړ لپاره د فرصتونو او خپل پرمختګ په خپلو لاسونو کې لرلو لپاره کار کوو.

 

مونږ په کلیوالو سیمو کی خلکو ته د خپل ځان څخه د ملاتړ لپاره د فرصتونو او خپل پرمختګ په خپلو لاسونو کې لرلو لپاره کار کوو.

یو زیات شمیر افغانان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او په بزګرۍ بوخت دي. د څو لسیزو جګړو او طبیعی ناورینو له امله ټول شته لومړني بنسټونه ویجاړ شوي دي. ټول هغه لومړني تاسیسات لکه اوبه لګونه، بریښنا، او سړکونه. معیشت زیانمن شوې او خلک او ټولني د خپل حالت بدلولو لپاره خورا لږه وړتیا لري.

په زیاتره سیمو کی، رواني جګړي د پرمختګ پروړاندې یو ستر خنډ دې. د ښاري سیمو په پرتله روغتیايې خدمتونو او زده کړو ته لاسرسې خورا محدود دې. دا په کلیوالو سیمو کې د ټولو اوسیدونکو ورځینی ژوند او په ځانګړي توګه د حقونو څخه بې برخې او زیانمنیدونکي ډلي چې میرمني، ماشومان او معلولیت لرونکي خلک دي آغیزمنوي.

د زیاتره خلکو لپاره تر ټولو مهمه موضوع د خپل ژوند د ښه کولو لپاره لاري چاري موندل دي. د زده کړو او سوداګرۍ کارپوهانو کم شمیر تر څنګ د پلورنځایونو او لومړني بنسټونو ته نه لاسرسې یو ستر خنډ جوړوی. په کلیوالو سیمو کې ځوانان د ژوندانه وسایل لاس ته راوړلو لپاره باید ښه فرصتونه ولري. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه سیمه ایز ټولنو سره کار کوي تر څو هغوي خپل ځايې حکومتوالی او پرمختیايې وړتیاوي پیاوړي کړي. دا ټول د عایدو څخه نیغ په نیغه د ملاتړ، ټولنیز اقتصادی پرمختګ او ښه حکومتوالی، ښووني، روغتیا، ټرانسپورټ او د اوبو رسوني سره لاسته راوړل کیږی.