د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په پکتیکا ولایت کې ۵۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستې کڅوړې وویشلې
په پکتیکا ولایت کې له زلزلې وروسته، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له یوې چټکې ارزونې څخه وروسته د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستې کڅوړې چې د خوراکي، غیر خوراکي توکو، د حفظ الصحې وسایل او نغدي پیسې په کې شاملې دي، وویشلې.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې مشر ښاغلي ډانیال مداني، د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل: “مونږ د بودیجې د تامینولو فرصتونو په لټون کې یو تر څو د روغتیا، ښوونې، د خوړو خوندیتوب، کرنې او همدارنګه د کلیوالي معیشت او د انفرادي او ټولنیزو زیربناوو د بیا رغونې د اړینو خدماتو د ساتلو لپاره حل لارې پیدا کړو.”
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د زیانمنو شوو کورنیو د ژوند د ساتنې او ژغورنې لپاره د بیړني غبرګون پلان چمتو کړی، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د دوی بیړنۍ اړتیاوې په مناسب ډول او وخت سره پوره شي. همدارنګه، د سویډن کمیټې د داخلي او بهرنیو کارکوونکو ګډ ټیم ګمارلی ترڅو پلان شوي توکي په ساحه کې توزیع کړي.
ډانیل زیاته کړه: ” زموږ ټیم په فعاله توګه په ساحه کې حضور لري او هڅه کوي چې د بیړني غبرګون پلان د بشردوستانه معیارونو سره سم پلي کړل شي.”
د پلان له مخې، د زیانمنو شوو کورنیو لپاره بیړنۍ سرپناه، د کور بنسټیز وسایل ویشل شوي دي او همدارنګه تر دوو میاشتو پورې به له دغو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته، د آبادي (ABADEI) پروژې له لارې ورکول کیږي.