د لغمان ولایتي روغتون سره د ۳ میلیون افغانیو په ارزښت روغتیايي او دفتري وسایلو مرسته وشوه

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له لوري د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایتي روغتون سره د بېلا بېلو روغتیايي او دفتري وسایلو او لوازمو شوې مرسته په ختیځ زون کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د عمومي مسئول انجنیر عبدالاحد سمون په لاسونو د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي او د ولایتي روغتون رئیس ډاکتر عطا الله نیازي ته وسپارل شوه.

جنوري 5, 2017, by SCA