د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه په سویډن کې د نن ورځې د قرانکریم توهین په کلکو ټکو غندي.
موږ د دې پیښې له امله خواشیني او خورا غمجن یو چې په سټاکهولم کې د عراق د سفارت مخکې؛ د عراقي نژاد سړي لخوا ترسره شو.
د قرآن کریم سپکاوی؛ د اسلام څخه د وېرونې او کرکې وړ یوه کرغېړنه کړنه ده. دا د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوی دی چې دا سپیڅلی متن په خپلو زړونو کې ساتي او دا په اسلامي عقیده یو ښکاره برید دی چې موخه یې تفرقه او نفرت ایجادول دي.
دافغانستان لپاره دسويډن کمېټه د سویډن په دولت پورې اړوند اداره نه ده. دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه یوه غیر دولتي، خپلواکه او بې طرفه اداره ده چې هیڅ کومې سیاسي ډلې یا هم دولت پورې اړه نلري. په افغانستان کې د سویډن کمیټې فعالیتونه د ملګرو ملتونو د ادارو او اروپايي اتحادیې په ګډون د یو شمېر نورو تمویلونکو لخوا تمویلیږي.
د افغانستان لپاره دسویډن کمېټه له څلویښتو څخه ډېرو کلونو راپدیخوا په افغانستان کې د کليوالي خلکو سره په نږدې همکارۍ کار کوي او د اسلام د مبارک دین او سیمه ایزو دودونو ته ژور درناوی لري. په میلیونونو افغانانو زموږ له خدمتونو څخه د روغتیا، ښوونې او روزنې، د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او د کلیو د پراختیا په برخو کې ګټه اخیستې ده.
دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه؛ د قران کریم د سپکاوي ټولې کړنې په کلکه غندي، او همدا رنګه موږ د مذهبي عقیدې، توکم، قومیت یا کوم بل ویش پر بنسټ د خلکو ترمنځ د شخړې یا دښمنۍ د رامنځته کولو هر ډول هڅه غندو.