نسیمه نجونې هڅوي چې په خپل کلي کې فعالې و اوسي
د جوزجان ولایت په چهل مرد کلي کې نسیمې خپل کلیوال په دې قانع کړي دي چې دوی باید خپله کلیوالي شورا ولري. اوسمهال نسیمه د شورا ټاکل شوې غړې ده او د کلیوالو د ژوند ښه کولو په چارو بوخته ده.
د شورا له جوړلو څخه وړاندې هغه مهال چې د سویډن کمیټې ټولنیز کارکوونکي شبرغان ته نږدې په چهل مرد کلي کې کور په کور وګرځیدل، دوی ته څرګنده شوه چې کلیوال وګړي لیوال نه وو چې د خپل استازیتوب او په ټولنه کې د دوی د ژوند ښه کولو په پار شورا جوړه کړي. د سویډن کمیټه په جوزجان کې د ولسي وګړو د ځواکمنولو په موخه کار کوي، چې د حکومت په ملاتړ دوی په خپله د پراختیايي چارو سرمشري وکړي. په دې لړ کې مهم ګام دا دی چې د ټولنې وګړي شورا یا هم د ټولنې پراختیايي شورا را منځته کړي چې دغه شورا به بیا په خپل وار په کلیوالي ژوند کې د ښه والي را منځته کولو په لړ کې پریکړې کوي.
د نورو کلیو پرخلاف، په چهل مرد کلي کې کلیوال د شورا جوړلو ته لیوال نه وو. خو دلته یوه ځانګړنه وه: هو ۱۸ کلنه نسیمه چې له خپلې کورنۍ سره یو کال وړاندې دغه کلي ته را کوچیدلي ده. نسیمې وویل: “په کندز کې د نا امنیو له امله مجبوره شوم ښوونځی پریږدم.”
هغې په رښتیا غوښتل چې د شورا غړې شي، له ښه شامته کلیوالو دې ته رایه ورکړه. د نوموړې په مخ کې یوازینۍ ستونزه د هغې مور او پلار وو. هغې وویل:”د پلار مې خوښه نه وه چې زه دې په دغه پروګرام کې برخه ولرم، خو زه خوشاله یم چې د کلي مخورو زما ملاتړ وکړ او زما پلار یې غلی کړ.”
اوسمهال نسیمه د شورا یوه فعاله غړې ده او دا غواړي د کلي نورې ښځې او نجونې وهڅوي چې عین شان فعالې و اوسي.
نسیمه وايي: “ان شاءالله زه به خپلو زده کړو ته دوام ورکوم او هیله منه یم چې د خپلو کلیوالو په ځانګړې توګه زما په عمر نجونو له پاره به غوره او مرستندویه و اوسم.”