له غربت او تنګلاسۍ څخه د خلاصون هڅې
موږ پنځه میاشتې مخکې له ۲۳ کلنې نصیرې حقجو څخه لیدنه وکړه ترڅو وګورو چې د ګنډلو سوداګري يې څنګه روانه ده. هغې مخکې په یوه ویجاړ کور کې چې برېښنا یې نه درلودله ژوند کولو.
له هغه وخت وروسته ډیر څه بدلون موندلۍ دی! اوس چې کله له نصیرې څخه لیدنه کوو نو هغه په یو نوي، ښکلي او رنګین کور کې چې په نویو غالیو یې غولی پوښل شوی دی او په خپل لاس ښکلي ګنډل شوي بالښتونه یې دیوال ته ایښودل شویدي ژوند کوي. د کور له انګړ بهر يې د زیتونو د ونو یو باغ دی کومو چې لمر پوښلی دی.
کله چې نصیره درې کلنه وه هغه د ګوزڼ د ناروغۍ له امله معلوله شوه. د معلولیت درلودلو له امله يې له کوره بهر هیچا هم نوره په خپل نوم نه یاده وله، او پر ځای به يې سپک او بد نومونه ورته کارول. په ښوونځي کې، هغه د بې باورۍ سره مخ وه او ښوونکو هم تري کومه تمه درلودله. نصیره وايې: ” په هغه ورځو کې دا زما لپاره ډیره دردناکه وه.” خو کله چې وروسته له ۱۲ کلونو هغې یوه ملګرې وموندله نو داسي احساس يې وکړ لکه چې دا ټوله نړی ورته ورکړل شوې وي.
ښځه اوسیدل او معلولیت درلودل دواړه د هغې لپاره خورا ستونزمن حالتونه وو. ډیری وخت معلولیت لرونکي کسان د بیسوادۍ او تبعیض له امله له توپیري چلند سره مخ کیږي. دوی د ټولني او ټولنیزو شرایطو لکه ښوونځي او روغتیایی خدمتونو څخه بې برخې وی، چې دا د دوی د شدیدې بېوزلۍ او پایښت لپاره پر نورو باندې د تکیه کولو لامل ګرځي.
نصیره نیکبخته وه چې ښوونځي ته لاړه، یو ورځ، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د معلولیت د پروژې سیمه ایز څارونکی د هغوی کور ته ورغی، هغه وايې: “ما ټولې هغه دردناکې خاطرې ورسره شريکې کړې او وروسته يې له دې پروژې څخه د مرستې د تر لاسه کوولو لپاره بلنه راکړه.” نصیره مسلکي کورسونو ته واستول شوه چیرته چې هغې د آتو میاشتو په موده کې خیاطي زده کړه.
“کله چې ما خیاطي پیل کړه ژوند مې وده وکړه او ښه پرمختګ پکښې را منځ ته شو. ما د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې څخه له ګټې پرته وړیا پور تر لاسه کړ چې د هغه په واسطه مې د خیاطۍ او ګنډلو وسایل را ونیول.”
نصیره د خیاطۍ له لارې اوس خپل تجارت پر مخ وړي چې په دې سره نه یوازې چې د یوه نوي کور خاونده شوه بلکه دا وتوانیدله چې د خپلې کورنۍ او ځان لپاره یوه څه چمتو کړي.
هغې وویل:”سربیره پر دې، ما په ودونو کې د ناویو پرلاسونو د نکریزو ایښودلو چل هم زده کړی. باور وکړئ، زه اوس ډیري ملګري لرم او زه به هر واده ته ور بلل کیږم”. نصیره اوس له نورو معلولیت لرونکو ښځو سره د بلخ ولایت د معلولو ښځو ټولنې د ویاندويې له لارې مرسته کوي.
هغه وايې: “زه له ټولوهغو خلکو مننه کوم چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ملاتړ کوي. که د افغانستان لپاره د سويډن کمیټې زما ملاتړ نه وای کړی، زه به نه وم توانیدلې چې دا ټولنیز شهرت او اقتصادي پرمختګ تر لاسه کړم. په افغانستان کې د سويډن کمیټې او د سویډن له خلکو ډيره مننه کوم څوک چې د دې ټولو د ترسره کولو لامل شول.”