فاطمه “زموږ دودونه نارینه وو ته دا اجازه نه ورکوي چې د درملنې لپاره د ښځې کومه عضوه لغړه وګوري.”
۲۴۲ فیزیوتراپستان د فیزیوتراپۍ خدماتو د پراخوالي په موخه، د باکیفیته فزیکي بیارغونې ته د لاس رسي په لور(TIQR) پروژې له خوا روزل کېږي. دا پروژه د دې لپاره ډيزاین شوې تر څو د عامې روغتیا خدماتو په ځانګړې توګه باکفیته فزیکي بیارغوونې ته د خلکو د لاس رسي په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

څېړنې ښيي، چې سیمه ییز توپيرونه او دودونه د فیزیوتراپۍ د پرمختګ او تطبیق بېلا بېلې چارې ټکنۍ کړي دي. خو بیا هم فیزیوتراپي د نړۍ په ډېری هېوادونو کې عامه ده او د یوه اساس، ورته هدف او پېژند د بشپړتیا په پړاوونو کې ده.
د فېزیوتراپۍ لپاره یو عام پېژند داسې دی چې د ناروغۍ، ژوبلېدو او یا هم معلولیت له امله اغېزمن شویو کسانو سره مرسته کوي تر څو په حرکت راشي او بېرته خپل پخواني حالت ته ور وګرځي.
د افغانستان په روغتیايي خدمتونو کې فیزیوتراپي هغه تشه ده، چې په ټول هېواد کې ناروغان ورڅخه رنځېږي. دلته له اړتیا سره سم کافي، مسلکي او تجربه کاره فیزیوتراپستان په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې نشته چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
حسیبه د بدخشان ولایت د بهارک د ولسوالۍ یو د لیرې پرتو سیمو له اوسېدونکو څخه ده. هغه د تالقانو په ښار کې د فیزیو تراپۍ مرکز په درې کلن پرګرام کې زده کړې کوي.
هغه وايي: « د کاکا زوی مې دملا په کښتنۍ برخه کې درد درلود. بدخشان کې درملنې لپاره اسانتیا نه شته. نو ځکه کابل ته د درملنې لپاره لاړ. ډاکترانو عملیات کړ. ورسره ښه نه شه او بلاخره فلج شو. هغه لا ځوان دی. ۱۸ کاله عمر لري. کله یې چې ګورم ډېره خواشینې کېږم. هغه یوازنی قرباني نه دی. لسګونه نورې بېلګې هم شته.»
حسیبه هیله لري چې په راتلونکي کې به د ورته پېښو څخه مخنیوی وکولی شي.د هغې لپاره له کور څخه لېرې اوسېدل ستونزمن دي. بل خوا د سویډن کمېټې له خوا ورته د برابرو شوویو اسانتیاوو څخه خوار خوښه ده.
په دې مرکز کې ښځې او نر په جدا ټولګیو کې زده کړې کوي. فروزان او ذبیح الله یوازې د سویډني لیدونکو لپاره په یوه پلاستیکي اسکلېټ د زده کړې په حال کې د کمرې په وړاندې حاضر شوي دي.دوی دواړه خوښ دی چې د دې ځای زده کړې به په کلي کې ورته په درد وخوري. ذبیح الله وايي: «په کلي کې به زما په بېرته ورتګ خلک خبر شي. هوډ لرم د ولسوالۍ په کلنیک کې دنده پر مخ یوسم.»
د افغانستان اوږدو جګړو ډېری معلولین تر شا پریښي. د دې هېواد بیارغونې په برخه کې یو له مهمو څانګو څخه د روغتیا په برخه کې د ظرفیت لوړول او فزیکي بیارغونه ده. جنګ جګړو افغان فزیوتراپستان له نویو پرمختګونو څخه څنډې ته پرېښودل. کلتوري محدودیتونو هم د فزیوتراپۍ د تعلیم مخه ډب کړې ده. خو د باکیفیته فزیکي بیا رغونې د لاسرسۍ به لور(TIQR) د پروژې ۵۰٪ زده کونکې ښځینه دي. چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یې په دې پرګرام کې ګډون کړی دی.
د باکیفیته فزیکي بیارغونې ته د لاسرسي په لور پروژه د اروپايي اتحاديې په مالي مرسته او د درې همکارو سازمانونو؛ هیندیکپ(اصلي سازمان) ، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه له خوا پر مخ وړل کېږي. د ټولټال ۲۴۲ زده کونکو له جملې څخه ۹۸ تنه یې د سویډن کمېټې د فیزوتراپۍ په مرکزونو کې زده کړې کوي چې ۵۳ تنه یې ښځې دي.
فاطمه یوه بله زده کونکې ده چې دې پرګرام کې د زده کړو په موخه له کندز څخه تخار ته راغلې ده. دا وايي د دې لپاره دلته زده کړې کوي چې په تېر کې د فېزیوتراپۍ سره اړوندې ستونزې سره لاس او ګرېوان شوی وه، خو هېڅوک نه وه پیدا شوي چې له هغې سره مرسته وکړي.
فاطمه وايي:« زموږ دودونه نارینه وو ته دا اجازه نه ورکوي چې د درملنې لپاره د ښځې کومه عضوه لغړه وګوري.دې پرګرام نجونو ته د دې زمینه برابره کړه تر څو په دې برخه کې هم زده کړې وکړي. په پام کې لرم، هر کله چې فارغه شوم په خپل کلي به د فیزیوتراپۍ یو کلنیک پرانیزم، تر څو له زیان منونکو خلکو سره مرسته وکړم. د فیزیوتراپۍ مرکزونو ته د هېواد په هر ګوټ کې اړتیا شته.»
د باکیفیته فزیکي بیارغونې ته د لاس رسي پر لور پروژه په پام کې لري چې په کلیوالو سیمو کې نفوس ته په کتلو سره د هېواد ۳۴ ولایتونو په روغتونونو کې د فېزیوتراپۍ برخې ور زیاتې کړي. د سویډن کمېټې د فیزیوتراپۍ د زده کړې مرکزونه په درې مهمو سیمه ییزو برخو پورې اړوند دي؛ د تالقانو ښار، مزار شریف او جلال اباد. دغو مرکزونو ته له همدې او ورسره په خوا کې پرتو ولایتونو څخه زده کونکي د ړوتیا او لیاقت په اساس ټاکل شوي دي.