د کار زده کړې څخه تر کوچني کاروبار پیلولو پورې
آلینا عظیمي، 25 کلنه ده او د ایبک ښار د لرغانو په کلي کې د یوې تولیدي ډلې مشري کوي. هغه د کورنۍ او په کلي کې د نورو څو میرمنو ښه ملاتړ کوونکې ده. هغه او نور 52 نور د حرفوي زده کړو کورسونو څخه لکه سینګارونه، د بیکونو ګنډل، د کیک او کلچو پخلي او صابون جوړولو څخه فارغې شوې دي. فارغ شوو میرمنو اوس ۲۳ تولیدی ګروپونه جوړ کړي او د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې په دندو بوختې دي.
په شمال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د کلیو د پراختیا پروژې د لیرې پرتو کلیو او بانډو کې د حرفوي زده کړو او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مسلکي روزنه پیل کړې ده. دا روزنې په کلیو او بانډو کې د میرمنو لپاره د دندو رامینځته کولو په موخه ترسره شوي دي.
آلینا وايي: “زه د پنځلس کسيزې کورنۍ مسوولیت په غاړه لرم. زما پلار کار نشي کولی. زه ګلدوزي کوم او د دې کار څخه لاسته راغلې پسې خپله کورنۍ کې مصرفوم. اته تنه دلته ما سره کار کوي. څلور یې د مسلکي کورسونو څخه چې تیر کال پیل شوي وو فارغ شوي دي.”
نوموړې همدارنګه زیاتوي:”زه په میاشت کې د پنځلسو نه تر شلو زرو پورې عاید لرم. ما خپل پلار په همدې پیسو حج ته ولیږه. په کلي کې کار کول آسانه ندی. باید له هر راز ستونزو سره مبارزه وکړئ.”
د آلینا مور د خپلې لور ښه ملاتړ کوونکې ده. هغه له لسو کالو راپدیخوا د لرغان کلي د میر سید شورا مرستیاله ده. هغې وویل: “زه هڅه کوم چې په کلي کې میرمنو ته د دندو زمینه برابره کړم. ما د خپلې لور ملاتړ وکړ ترڅو د کلي نورې میرمنې د مسلکي زدکړو ته وهڅول شي. ما د پور وړاندیز کړی دی او غواړم چې په ښار کې یوه هټۍ پرانیزم چې خپل تولیدات هلته وپلورم. زه غواړم چې د دغې هټۍ، هټیواله یوه ښځه وي.”
27 کلنه جمیله، د ښار په یوه برخه کې د خواجه اسماعیل په کلي کې د خپلو دوه ماشومانو سره ژوند کوي. نوموړي له خپل میړه جلا شوې ده. هغه د تیر کال حرفوي زدکړو کې ګډون کړی و او د بیګونو ګڼډل یې زده کړي دي. نوموړی وایې: “دا زما لپاره یوه ښه موکه وه چې د حرفې په روزنیز کورس کې شامله شم. اوس په کلي کې بیګونه ګنډم. په کلي کې خلک فرمایش راکوي او زه یی جوړوم. زه کولای شم یوازي د خپلو ماشومانو څخه ساتنه وکړم. خپل زوی ته همې کوچنۍ پلورنځۍ جوړه کړي. په میاشت کې پنځه زره افغانۍ عاید لرم. دا زما لپاره ښه مصروفیت دی. زه کولای شم ښه ساتنه وکړم او هغوی مکتب ته ولیږم ترڅو زده کړې وکړي.
په شمال کې د سویډن کمیټې د کلیو او پراختیا پروژې مشر، محمد فهیم واحدی وایي: “د ښځو لپاره حرفوي زده کړې په 2019 کې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې او د سمنګان ولایت په ایبک ولسوالۍ کې پیل شوي دي. په دې زده کړو کې ۱۱۳ تنه هغو ښځو ګډون کړی وو چې د سپما ګروپونو غړیتوب يې درلود او د کیک او کلچو پخولو، سینګارونه، صابون جوړولو او بیګ ګنډلو په برخه کې یې زده کړي ترسره کړي.
په پام کې ده چې په 2020 کال کې ۱۲ روزنیز مرکزونه د سمنګان ولایت په کوزه دره صوف او ایبک ولسوالیو کې ترسره شي چې په کې د موبایل جوړول د کیک او کلچو پخول، د بیکونو ګنډل او د صابون جوړول شامل دي.