۱۸۱ معلولیت لرونکي ماشومان له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

د افغانستان لهپاره د سویډن کميټې د لومړنيو زدهکړو او چمتووالي له مرکز څخه ۱۸۱ معلولیت لرونکي ماشومان فارغ شوو. دغه ماشومان اوسمهال د افغانستان د پوهنې په نصاب کې شامل شوې او د نورو زدهکړو د پرمخ وړلو لهپاره په دولتي ښوونځيو کې شاملېږي. د سویډن سفیر په ګډون شاوخوا ۸۰ معلولیت لرونکي ماشومان په دغه فراغت غونډې کې برخه اخیستې وه.
په سویډن کې د افغانستان سفیر ښاغلی توبیاس تیبرګ د غونډې په پای کې وویل: ”زه د دوی ژمنیتا او وړتیا تر اغېز لاندې راغلم. افغاني ټولنه باید په دې پوه شي، چې معلولیت لرونکې ځوانان وړتیا لري او په ټولنه کې د نورو په شان د ښوونې او روزنې حق لري.
د افغانستان لهپاره د سویډن کمیټه دغه ماشومانو ته په دولتي ښوونځیو کې د شاملېدا په موخه لومړنۍ زدهکړې برابروي؛ دا موسسه د ۱۹۸۲زېږديز راپه دېخوا په افغانستان کې فعالیت کوي. په دغه۱۸۱ ماشومانو کې ۶ ماشومان يې له شپږو تر دوولسو کلنو ترمنځ دي او څلور ډوله معلولیت لري: فزیکی، بصري، ذهني او د اورېدلو. د افغانستان لپاره د سویډن کميټه په بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې معلولیت لرونکو ماشومانو ته د لومړنیو زده کړو لس روزنیز مرکزونه لري. د روان زېږديز کال د اپرېل مياشتې په ۱۹مه له یادو درېیو ولایتونو څخه شاوخوا ۸۰ ماشومان له خپلو ميندو او پلرونو سره مزارشریف ښار ته راغلي و او په يادې فراغت غونډې کې برخه اخيستې وه، چې لوړ پوړو دولتي چارواکو هم په کې برخه اخیستې وه.
اته کلن محمد معلولیت لري او اوس په دولتي ښوونځي کې شاملېدو ته چمتو دی او وایی: ”ما د سویډن کمېټې د لومړنيو زده کړو او د معلولیت لرونکو د بیا پیاوړتیا له مرکز څخه حساب، لیک لوست او د لنډو جملو جوړول زده کړي دي او د اشارې ژبه مې هم زده کړې دي.“ هغه په ډېر ویاړ یو شعار راپورته کړ چې په کې لیکل شوي:” معلولیت مې د ښوونځي له تګ څخه نه شي راګرځولی.“
د دغو زدهکړو په اوږدو کې هغه ماشومان، چې بصري معلولیت لري د بریل خط، اشاري ژبې او د هغو ځانګړو وسیلو په مرسته لیک لوست زده کوي، چې معلولیت لرونکو ماشومانو ته جوړ شوي دي. هغو ماشومان چې فزيکي معلولیت لري، سويډن کميټه هغوی ته مصنوعي پښې جوړوي او د ځانګړو تمرينونو زمينه ورته برابروي، چې ښوونځيو ته د تلو جوګه شي. سويډن کميټه د دولتي ښوونځو هغه استادانو ته هم د ځانګړو تمرينونو او زدهکړو زمینه برابروي، چې په ټولګیو کې يې معلولیت لرونکي زدهکوونکې وي، چې د دغو زدهکوونکو اړتیاوې په پام کې ونيسي.
د افغانستان لهپاره د سویډن کميټه له ۲۰۰۰زېږديز کال را په دېخوا په بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې معلولیت لرونکو ماشومانو ته د لومړنيو زدهکړو زمینه برابروي، چې تر اوسه له دغه مرکزونو څخه ۱۶۷۷ ماشومان فارغ شوي دي. ډېری دغه ماشومان له فراغت وروسته په دولتي ښوونځيو کې شامل شوي او د سالمو زدهکوونکو ترڅنګ يې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړی دي. ځينې دغه ماشومان ان له پوهنتون څخه فارغ شوي دي.
د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو محصل روح الله میرزايي، چې په دغه فراغت غونډه کې يې برخه اخيستې وه وايي: ”تاسې ګورئ، چې زه نابینا یم او نور محصلین نه دي؛ خو هغوی له ما سره ډېر ښه چلند کوي او له ما سره مرسته کوي. زه په پوهنتون کې د معلولیت احساس نه کوم. زما ستونزه د بریل ماشین له چاپ او د بریل له کتاب سره ده.“
