په تخار ولایت کې د 82 ملیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولویوه پروژه پرانیستل شوه
د رستاق ولسوالۍ د پسابند دڅوارلس (۱۴) کلیو لپاره د اوبو رسولو دا پروژه نن د تخار ولایت د والي او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې دپروګراموعمومي مسؤل ښاغلي احمد خالد فهیم لخوا پرانستل شوه.
دپایپ لاین په مرسته داوبو د لیږد دغه پروژه چې د ۸۵ کیلومتره مربع پراخوالي په درلودلو سره د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ څوارلسو سختو لارو درلودونکي کلیو کې د ۳۶۴۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابروي. ددې لویې پروژې کار په ۲۰۱۸ کال کې پیل شو او د دې پروژې پلي کیدلو باندې قابو دوه اتیا ملیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د سویډن د نړیوالې پراختیایي ادارې (SIDA)، د سویډن د خلکو او د خوړو نړیوال سازمان؛ ادارو لخوا یې مالي ملاتړشوی.
په تالقانو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې دکلیوپراختیا پروګرام مسوول انجینر حشمت الله مومند وویل: “دا پروژه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې دکلیوپراختیا برنامې لخوا پلي شوېده او په دوه کلونو او شپږو میاشتو په جریان کې بشپړه شوې ده. دغه پروژه د لمریزې بریښنا پواسطه اوبه له دوو ژورو کیندل شویو 150 متروڅاګانو څخه د۱۴ کلیو له پاسه د لوړوغونډیو په سر جوړو شویو زیرمو ته اوبه انتقالوي، او ګټه اخیستونکي خلک کولی شي دا اوبه په خپلو کورونو کې وکاروي.”
د ولسوالۍ په کلیوالي سیمو کې ډیری کورنۍ د موسمي باران له اوبو څخه په ځایی حوضونو او ویالو کې رایوځای شویواوبو څخه دجامو په مینځلو او ځیني نورو کارونو لپاره استفاده کوله، او کله ناکله داسې هم پېښېدل چې ځینې وګړي د باران اوبه وڅښي، کوم چې ډیری وختونه څښونکي په مختلفو ناروغیو لکه اسهال، د ستوني درد، زکام او ځینې نورو ناروغیواخته کېدل؛ چې دا د ماشومانو ژوند ته یو جدي ګواښ و.
د بخمل باسي کلی او ورسره نښتي ۱۳ نورو کليوکې چې ددې پروژې داوبو دتېرېدلو پایپ لاینونه پکې جوړشوی دي شاوخوا (۱۳) کیلومتره او بعضې حتا له دې هم ډېره فاصله دولسوالۍ له مرکز څخه لري، په بشپړه توګه غرنۍ دسختو لارو درلودونکې سیمه ده.
په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه ژمنه ده چې افغانستان له فقر ، تاوتریخوالي او تبعیض څخه پاک کړي. تل هڅه کوي چې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي، ښوونځي او دعلمي سرچینو مرکزونه ورته جوړ کړي ، او د معلولیت لرونکو وګړو لپاره دبیارغونې فعالیتونه ترسره کړي ، او پدې توګه د غربت په له منځه وړلو او د خلکو په ځانګړې توګه د کلیوالو ژوند ښه کولو لپاره کار وکړي.
په هغه غونډه کې چې په همدې اړه جوړه شوېوه، د تخار والي ښاغلي عبدالله قرلق ، د دولتي ادارو رئیسانو، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې دمشرتابه ټیم ، د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ خلکو ، مشرانو او مخورو ګډون کړی ؤ.