د ښکلا ځدران د دندي په اړه بیانیه
29 مارچ ۲۰۲۱
د مارچ په 20 د خپاره شوي ټویټ څخه وروسته، دافغانستان لپاره د سویډن کمیټې ښکلا ځدران سره خبرې اترې وکړې ترڅو تل د سویډن کمیټې اساسي ارزښتونو ته د درناوی اهمیت روښانه کړي.
د ښکلا ځدران د ټویټ په اړه زموږ د پخواني بیان لوستلو لپاره دلته کلیک وکړئ:
https://pashto.swedishcommittee.org/blog/d-skhl-hdrn-d-tlyq-lprh-bynyh?_ga=2.235112068.480347788.1617128179-1981376497.1607938775
ښکلا ځدران د هغې د ټویټ له امله د بیلابیلو تفسیرونو او قوي غبرګونونو د راپاریدو له امله خواشینی ده. هغې نه غوښتل چې بیلا بیل تعبیرونه یا تاوتریخوالي راوپاروي. هغې د سویډن کمیټې د اساسي ارزښتونو څخه په خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
ښکلا ځدران وایې “زما ټویټ د دوامداره او بې مفهومه تاوتریخوالي په اړه د غصې او خواشیني د څرګندولو له امله وو. ما ددې مسلې اړوند د سویډن کمیټې سره بحث کړې او غواړم تایید یې کړم چې زه د سویډن کمیټې اساسي ارزښتونو سره پوره همغږې یم. زه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له لرلید څخه بشپړ ملاتړ کوم او هغه دا چې د داسې افغانستان لپاره کار وشي چیرې چې بشري حقونو ته درناوی کیږي او ټول وګړي با عزته ژوند څخه برخمن او له مساوي فرصت او ټولنیز عدالت څخه خوند اخلي. “
د ښکلا ځدرا ن سره هوکړه شوې چې نوموړې به سمدلاسه په نوې دنده ګمارل کیږي تر څو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټي د ماموریت د ترلاسه کولو لپاره په نوي پوست کې خدمت وکړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سکرتر جنرال اندریاس ستیفنسن وایي “ښکلا ځدران د افغانستان د ځوانانواو په افغانستان کې د ښځو حقونو لپاره مهم غږ دی او د سویډن کمیټې یوه قدرمنه کارکوونکې ده. دا چې نوموړې مونږ ته ډاډ راکړی چې د سویډن کمیټې د بی پري توب له ارزښت څخه تل د ساتنې په اړتیا پوهیږي راضي یو. “
د وروستیو پیښو په ر ڼا کې به د سویډن کمیټه په ټولنیزو رسنیو او نورو حالاتو کې د سویډن کمیټې د کارمندانو د نظرونو د څرګندولو په اړه د لارښودونو بیا کتنه پیل کړي.
Click here for English and Dari versions:
https://swedishcommittee.org/blog/statement-employment-shkula-zadran
https://dari.swedishcommittee.org/blog/bynyh-dr-mwrd-wzyfh-skhl-hdrn