د نوي ښوونځي لپاره سترګي په لار
ډیر ژر به نجوني به د ښوونځي نوی او ښکلی ودانۍ ته لاړي شي. د دغه ښوونځي ټولګي به د زده کونکو زیات بیروبار ونلري. نور به درسونه د خیمو په ځاې په ټولګیو کې ووئیل شي. په نورو ټکو یانې دلته به د زده کړي لپاره یو ښه چاپیریال وي.
دغه وخت مونږ د تالقانو جنوب ورسج ولسوالۍ کې یو. دا ناوه لکه د یو کوچنی جنت په څیر ده. سیند د واورو ډک لوړو غرونو په منځ کې بهیږي. دغه سیمه شتمن طبیعت او ښکلا لری خو د دغی سیمي زیاتره اوسیدونکي ورځینی ژوند لپاره باید خورا زخمت وګالي.
دی ښوونځي ته د څلورو کلیو څخه زده کونکي راځي. دلته نجوني د سهار لخوا او هلکان د غرمی لخوا زده کړي کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې د ښوونځي په نوی ودانۍ کې د نجونو لپاره جلا ټولګي چیرته چې به هغوي د سهار او د غرمی په دواړو وختونو کې زده کړي کوي جوړ کړي همدارنګه د ښوونځي په زړې ودانۍ کې د هلکانو لپاره هم د سهار او د غرمی وروسته د زده کړو لپاره ټولګي جوړ شوي دي.
دغه ډول پروژه دا جوتوي چې ټولنه هم د مسئولیتونو کې د برخه اخستلو لپاره چمتو ده. په ورسج کی داسی کومه ستونزه د سترګو شوی نده. څلورواړو کلیو د دغی پروژی لپاره پانګه راټوله کړی او په ودانیز کارونو کی برخه اخلي. دوي ښوونځي لپاره یو سړک او همدارنګه د ښوونځي ودانۍ څخه د اوبو لار چپ کولو لپاره یو لختې او نور ټول اړین کارونه سرته رسولي دي.
د ټولنی مشرانو دا پریکړه هم کړی چې که کوم زده کونکی ښوونځي ته نه راځي هغوي به یې پوښتنه کوي. کیدای شی دوي دا پریکړه لدې آمله کړي وي چې وګوري کومه کورنۍ خم اقتصادی ستونزه خو نلری او د ټولنی نور غړي باید د مرستی لپاره لاس ورکړي.
د دغه ښوونځي مدیر او یو قومی مشر حاجی فضل باری وايې چې دلته هره کورنۍ بیوزله ده.
دلته یو زیات شمیر سړو د ښوونځي لپاره خپل غږ پورته کړ. کیدای شی چې میرمني به هم د ښوونځي په جوړولو خوښي وي خو مونږ هغوي ونه لیدلي. د جنسیتی توپیر له آمله کیدای شی دا پوښتنه وشی چې هلکان او نجوني یو ځای ښوونځي ته لاړ شي او زده کړي وکړي او یو او بل په لږه ښه توګه وبیژني خو حاجی فضل باری وايې دا شوني نده. د نجونو کورنۍ به هیڅکله هم دا اجازه ورنکړی چې هلکانو سره یو ځاې زده کړي وکړی. هغوي به د ښوونخي ته د راتګ په ځاې په کورونو کې پاتي شي.
لیکونکی: بیون لینډ
ژباړه: محمد صلاح الدین مومند