هغه زده کوونکي چې اوس د فزیوتراپست په توګه کار کوي
په ۲۰۱۶ کال کې، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په شمال کې د فزیوتراپي کادرونو د روزلو په موخه، د فزیوتراپي زده کړې پیل کړې. په دې روزنیز پروګرام کې ۴۰ تنه د شمالي ولایتونو څخه ګډون کړی وو چې د ۲۰۱۹ کال په پای کې فارغ شول.
نظیفه رحمان نیازی او محمد یاسر محمدی د سمنګانو ولایت څخه د دې پروګرام دوه ګډون کوونکي وو چې اوس د یو کال نه ډیره موده کیږي چې د سمنګان ولایتی روغتون کې د فزیوتراپست په توګه کار کوي.
نظیفه وایي: “د هغه هوډ په اساس چې ما درلود، د درې کلو زده کړو وروسته، د سمنګان ولایت په روغتون کې ما په دنده پیل وکړ. د فزیوتراپست په توګه کار کول یو لوی ویاړ دی. زه خوښ یم چې د هغو میرمنو سره مرسته کوم چې فزیکي درملنې ته اړتیا لري، خدمت کوم. د هرې ورځې په تیریدو سره د هغو کسانو شمیر په زیاتیدو دی چي فزیکي درملنې ته اړتیا لري. “
حسینا ۳۲ کلنه ده او د سمنګان ولایت په چرمګري کلي کې ژوند کوي. نوموړې د غاړې له درد څخه شکایت کوي. هغه وایي: “څو واري ډاکټر ته لاړم او دوا مې واخیسته خو ښه نه شوم. ځو ورځې کېږي چې فزیوتراپې حرکات ترسره کوم او د ښه والي احساس کوم او د غاړي درد مې کم شوی دی. “
همدارنګه، محمد یاسر محمدی د نارینه وو په برخه کې د فزیوتراپست په توګه کار کوي او په دې برخه کې د خلکو سره په کار کولو خوښ دی. نوموړی وایي: “کله چې ما په کار پیل وکړ د مراجعه کوونکو شمیره کمه وه. کله چې موږ دلته د ناروغانو سره خبرې کوو د فزیوتراپي د اغیزو په هکله هغوی سره خبري کوو. په همدې دلیل د مراجعه کوونکو شمیر مخ په زیاتیدو دی. په یوه میاشت کې نږدې دوه سوه تنه د نارینه وو په څانګه کې د فزیوتراپي خدمتونه ترلاسه کوي. “
۵۰ کلن حاجې احمد، د مراجعه کوونکو څخه یو دی. نوموړی وایي: “ملا مې درد کاوه او د فزیوتراپۍ د خدماتو د ترلاسه کولو په موخه دلته راغلی یم. هر څه ښه دې او د ملا درد مې هم ښه شوی دی. له دې مخکې د فزیوتراپې د درملنې په ارزښت نه پوهیدلم مګر اوس پوه شوی یم چې اغیزمن او ګټور دي. دلته هر څه وړیا دي. “
په شمال کې د سویډن کمیټې د معلولینو د پروژې مشره منیژه بابری وایي: “د دې درې کلن روزنیز پروګرام لومړۍ دوره د شمالي ولایاتو لپاره وو چې د ۲۰۱۹ کال په پای کې سرته ورسید او دوهمه دوره یې د شمال او شمال ختیځ لپاره دی چې ۴۷ تنه په کې زده کړې کوي او په ۲۰۲۰ کې پیل شوی او اوس دوام لري. ”
نوموړي همدارنګه زیاته کړه: “د دغه پروګرام اصلی موخه د فزیوتراپې کادرونو روزل د هغو ولایاتو او ولسوالیو لپاره دي چې د فزیوتراپي د کادرونو له کموالي سره مخ دي. د عامې روغتیا ریاستونو هوډ کړی چې هغوی به د فزیوتراپست په توګه په دنده وګماري. “
د دوهمې دورې د زده کوونکو ټاکنه د محیطې او روغتیایې کلینیکونو د اړتیاوو پر اساس د شمال او شمال ختیځ زون له ۱۷ ولسوالیو څخه پیل شوې دي. د دې زده کوونکو تر فارغیدو وروسته به د ځینو روغتیایې مرکزونو د ښځینه او نارینه فزیوتراپستانو د نه شتون ستونزه تر یوې کچې حل شي.
دا درې کلنه پروژه په افغانستان کې د اروپایې ټولنې لخوا تمویلیږي او تطبیق یې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا کیږي.