د ۵۰ زرو څخه ډېر معلولیت لرونکي کسان هر کال د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې خدماتو څخه برخمن کېږي
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د معلولینو بیارغونې برنامه د نړېوالې روغتیایې ادارې معیاراتو پر اساس د معلولینو د بیارغونې، هغوی ته د برابر فرصتونوزمینه، د فقر کچې د راټیټولو او په ټولنه کې د معلولیت لرونکو وګړو شاملولو په برخو کې پلي کوي.
د سویډن د کمیټې عمومي رئیس ښاغلۍ ډانیال مډاني وایی: ” د سویډن کمیټه په افغانستان کې د معلولینو د نړېوالې د ورځې څخه د ستاینې ترڅنګ ژمنه کوي تر څو د معلولیت لرونکو وکړو د حقونو د تامینولو په برخه کې د بیارغونې، برابرو فرصتونو، د فقر کمولو او په ټولنه کې د د معلولیت لرونکو وګړو شاملولو د یو دقیق کړنلارې په اساس خدمات وړاندې کړي. “
ښاغلي ډانیال زیاته کړه: ” د سویډن کمیټه یوازینۍ غیر دولتي موسسه ده چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د فزیوتراپي ، ارتوپيدي او حرکي توکو په برخه کې خورا ډیر خدمات وړاندې کوي. د مثال په توګه ، تیر کال ، له ۲۱،۰۰۰ زرو څخه ډیرو معلولیت لرونکي او غیر معلولین د فزیوتراپي خدماتو څخه ګټه پورته کړې او له ۱۵،۰۰۰ زرو څخه ډیرو خلکو حرکي وسایل ترلاسه کړې ډي.
له ۲۰۰۷ کال راهیسې ، د سویډن کمیټې په افغانستان کې د فزیوتراپي ۲۶ مرکزونه په تجهیزاتو سمبال کړي او د روغتیا وزارت ته یې سپارلي دي. د فزیوتراپي او ارتوپيډیک خدماتو اړتیا پوره کولو لپاره ، تېر کال ۹۸ فزیوتراپیسټان ، چې ۵۳ تنه یې میرمنې وې ، د درې کلنې روزنیزې برنامې څخه “په افغانستان کې د بیا رغونې خدماتو کیفیت ښه کولو په لور” فارغ شوي.
په افغانستان کې د سویډن د کمیټې د برنامو عمومي رئیس ښاغلۍ احمد خالد فهیم د معلولینو د نړېوالې ورځې څخه د ستاینې ترڅنګ وویل: ” که څه هم د سويډن کمیټه هرکال ۵۰ زرو څخه ډېرو معلولیت لرونکو وګړو ته خدمات وړاندې کوي او د ۳۲ زرو څخه لا زیات معلولیت لرونکي او غیر معلولین د معلولینو د حقونو په برخه کې د سويډن د کمیټې د پوهاوۍ د کچې د لوړولو برنامو څخه ګټه اخلي، خو لا هم دا ټول خدمات په افغانستان کې معلولیت لرونکو وګړو ته چې خورا محروم قشر ګنل کیږي بس ندي او باید د دولتي او غیر دولتي موسسو لخوا د ټولنې دې محرومې برخې ته ډیر پام وشي.“
ښاغلي فهیم زیاته کړه: ” د سویډن کمیټه معلولیت لرونکو خلکو لپاره نه یوازې په ښارونو کې بلکې د افغانستان په لرو پرتو سیمو ، حتی په کورونو کې خدمات وړاندې کوي.“
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یو له هغو غیر حکومتي سازمانونو څخه ګنل کېږي چې د ۳۰ کلونو راهیسې په پراخه کچه د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو د تامینولو او په ټولنه کې د هغو د ستونزو د کمولو په برخه کې کار کوي.