د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې عمومي رئیس له ولسمشر محمد اشرف غنی سره لیدنه وکړه
د افغانستان لپاره د سويډن د کمیټې عمومي رئیس دانیال مډاني نن د افغانستان جمهور رئیس ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې لیدنه وکړه.
پدې ناسته کې ښاغلی داکټر احمد خالد فهیم، د سویډن د کمیټې د عمومي رئیس معاون او ښاغلی زمری ثاقب، د عممومي رئیس استراتیژیک مشاور هم برخه اخیستې وه.
پدې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سويډن د کمیټې فعالیتونو يه اړه چې د۶۵۰۰ کار کوونکو له خوا ترسره کیږي معلومات ورکړل شو.
د افغانستان لپاهر د سویډن کمیټه له څلویښتو ۴۰ کلونو راپدېخوا د مختلفوحکومتونو په وخت کې یې افغانستان کې خپل فعالیتونه ندی درولي او خپل اوږدمهاله صادقانه ژمنتیا او بی طرفی یې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د افغانستان په لرو پروتو سیمو کې ساتلي دي.
نژدې دوه میلیونه خلک په افغانستان کې د سویډن د کمیټې روغتیایي خدماتو څخه ګټه اخلي او نژدې ۱۰۰.۰۰۰ماشومان چې ۵۸ سلنه یې نجونې دي د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې په ښونځیو کې په ښوونه او روزنه بوخت دي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ۱۵۰۰ معلولیت لرونکي وګړو ته حرکی او مرستندویه توکی(وسایل) چمتو کړي دي او نږدي ۵۰۰ معلولیت لرونکو خلکو خپل شخصي کسب او کار جوړولو په خاطر پورونه ترلاسه کړي دي.
همدا رنګه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ولسي تړون ملي برنامه ( CCNPP) پلي کوي او زرګونه افغانانو ته په لرو پرتو سیمو کې څښلو پاکې اوبه چمتو کوي.
جلالتمآب ولسمشر غني په افغانستان کې د سویډن د کمیټې څخه د اوږدمهاله شتون لپاره مننه وکړه او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یې په هیواد کې د غیر دولتي موسسو په ډله کې یوه بیلګه وبلله.
ولسمشر غني، د سویډن کمیټې څخه د زیان منونکو افغانانو سره د مرستې او ملاتړ له امله د مننې تر څنګ، د مرستو د دوام او د با کیفیت ښوونې او روزنه او په ځانګړي توګه پدې برخه کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ شاملول، په کلیوالي سیمو کې د تمرکز او د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.