وردګ سیمه ایز اداري دفتر

وردګ سیمه ایز اداري دفتر:

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې،  وردګ سیمه ایز اداري دفتر د روغتیا، ښوونې او روزنې (چې ټولشموله زده کړې هم په کې شاملې دي) د کلیوالي پراختیا / د ولسي تړون پروژې په میدان وردګو او د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې پلي کوي.

ښوونه او روزنه:

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د وردګ سیمه ایز اداري دفتر د ښوونې او روزنې پروګرام د وردګ ولایت په ټولو ۹ ولسوالیو او د بامیان ولایت په دوو ولسوالیو (یکاولنګ بالا  او یکاولنګ پایین) کې پلي کوي. د ښوونې او روزنې پروګرام په ټولیزه توګه د وردګ او بامیان ولایت په ۳۱۶ کلیو کې د ۵ چمتو والي او د ۶۳ کوچیانو لپاره ټولګیو په ګډون ۶۲۳ ټولګي لري.

په ۲۰۱۸م کې دغه پروګرام د ټولشموله زده کړو امتحاني پروژه پیل کړه. ټولشموله زده کړې دا معنی چې ماشومان په یوه دوستانه فضا کې پرته له کوم توپیر او تبعیض زده کړې وکړي. پدې مانا چې د ماشومانو توپیرونه او د هغو د زده کړو بیلابیلو روشونو درناوی وشي. ټولشموله زده کړې د یوه ماشوم وړتیاوو ته ګوري نه د هغه معلولیت، بې وزلۍ، قومیت، مذهب، جنس او نورو هغو څیزونو ته چې ماشومان کټګوري کوي او له مخې یې توپیري چلند را منځته کیږي.

روغتیا پروګرام

په کال ۲۰۱۸م کې د افغانستان د مرکزي احصایې د اورګان له خوا د ترسره شوې سروې له مخې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د روغتیا (صحتمندۍ) پروژه د میدان وردګ ولایت په ۲۰۰۰ کلیو کې ۶۵۵،۴۶۲ تنو وګړو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د روغتیا پروژه اوسمهال  د روغتیايي اساسي خدمتونو ټولګې(BPHS) او د روغتون د اساسي خدمتونو ټولګې (EPHS) د ۷۷ روغتیايي مرکزونو (یو ولایتي روغتون ،دوه د ولسوالیو روغتونونه، شپږ جامع روغتیايي مرکزونه+،  درې جامع روغتیايي مرکزونه، د ۲۶ روغتیايي اساسي مرکزونو د ۳۶ فرعي روغتیايي مرکزونو د ۲ مبایل روغتیايي ټیمونو او دزندان د یوه کلنیک)  له لارې  روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. پر دې سربیره، د روغتیا پروګرام یو د قابله ګانو ښوونیز مرکز هم لري. دغه راز د روغتیا پروګرام په دغه ولایت کې ۳۶۵ روغتیايي پوستې هم لري.

د وردګ سیمه ایز اداري دفتر د روغتیا پروګرام د قابله ګانو د عملي روزنې (مینټورشیپ) پروګرام هم لري، چې نویو فارغو شوو قابله ګانو ته  په لسو روغتیايي مرکزونو کې د دوی د وړتیاوو او باور د لا ښه کیدو په نمت روزنې برابروي، چې له مخې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې مراجعینو ته معیاري خدمتونه وړاندې کړي. دغه راز د صحتمندۍ پروژه د ټولنې روغتیايي شوراګانو له غړو سره د دوی د وړتیاوو لوړولو په موخه کار کوي. تر دې مهال پورې په وردګ ولایت کې ټولې ۳۷ شوراګانې ددغه پروګرام تر چتر لاندې کار کوي. 

د ځیرک کاغذ ټکنالوژي Smart Paper Technology (SPT):

د ځیرک کاغذ ټکنالوي د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې یو بل نوښت دی، چې له مخې یې د  واکسین – د معافیت پراخ پروګرام (EPI) د ارقامو په کیفیت کې ښه والی را منځته کړي او د واکسینو د طبیق کچه لوړه کړي، دغه پروګرام په ۲۰۲۰م کې په ۳۳ روغتیايي مرکزونو کې پلي شو.

د روغمن ژوند لپاره زده کړې (LHL) د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا په وردګ ولایت کې یو بل نوښتیز پروګرام دی چې په دغه ولایت کې د ۵۸ ټولګیو له لارې ۱۴۴۰ تنو نالوستو ښځو ته د سواد زده کړې(د لوست، لیک، ساده ریاضي) لومړني فرصتونه برابروي او هم دوی ته د روغمن ژوند په هکله روغتیايي پیغامونه رسوي.

پر دې سربیره، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ښوونځي روغتیا پروژه هم په وردګ ولایت کې پلي کوي چې ۱۴۳۱ تنو زده کوونکي روغتیايي کتنه یې ترسره کړې ده، له دوی څخه ۴۴۱ تنه زده کوونکو درملنه شوې او ۱۶۲ تنه زده کوونکي د لوړې کچې روغتیايي مرکزونو ته د روغتیايي درملنې په موخه راجع شوي دي. په ټولیزه توګه ۱۷۳ روغتیايي مجلسونه د ښوونځي له زده کوونکو سره ترسره شوي دي.

د کلیوالي پراختیا پروګرام

د کلیوالي پراختیا پروګرام دوه برخې لري:

د ملي پیوستون د درې کلونو پروګرام چې په ۲۰۱۸م کې پیل شوی او دغه راز په ۲۰۲۱ م دغه د یوه کال لپاره نور هم تمدید شوی د وردګ ولایت په جلریز، میدان او لومړي بهسود ولسوالیو کې پلي کیږي. د دغه پروګرام څخه په مستقیم ډول ګټه اخیستونکو شمیر د ۲۵،۵۵۳ کورنیو څخه په ۳۱۴ کلیو کې  ۱۷۳،۴۴۸ تنه دی. د ملي پیوستونو پروګرام په دې هدف را منځته شوی چې د کلیو او بانډو او ښارونو تر منځ یووالی، ښه ګاونډیتوب را منځته کړي او د دولت او خلکو تر منځ اړیکې ورغوي، او د اساسي خدمتونو په وړاندې کولو سره د بیوزلۍ کچه را کمه کړي.

د انجنیري برخه: د انجنیري برخه د وردګ سیمه ایز اداري دفتر د فعالیت په ټولو ساحو کې د بیا رغونې په چارو کې فعالیت لري. دغه برخه د روغتیا او ښوونې او روزنې د ټولو ساختماني چارو په رغولو کې فعاله ونډه لري. د انجنیري برخه د معیاري ښوونځیو ودانیو، کلینکونو او د اضافي ساختماني چارو لکه د احاطې دیوالونو، د څاګانو ایستلو، د څښاک اوبو د برابولو او په ذکر شوو روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو کې د بیا رغونې چارې ترسره کوي.

وردگ سیمه ایز اداري دفتر

غواړم چې ډاکټره شم؛

د یوې ارزونې پر بنسټ په میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې روغتیایي خدمات ډېر ښه شوي

وردگ سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه چی دمیدان وردګو او لغمان ولایتونو کی بشپړ روغتیایی خدمات د۱۲۹ روغتیایی مرکزونو په واسطه وړاندې کوي، چی نوموړی خدمات د یوې ارزونې له مخې چې دبیلانس سکور کارد (Balance Score Card) په نوم یادیږی د ښو لاس ته راوړنو شاهدان وو. دمیدان وردګو داساسی روغتیایی خدماتو ټولګی په […]

د ښوونځي جوړولو ته مو مخکې له مخکې ځمکه وقف کړې ده

وردگ سیمه ایز اداري دفتر استاد احمد ضیا ذهین، د سید آباد ولسوالۍ، د شیخ آباد درې د ډاګ بغرۍ کلي اوسیدونکی او د دغه کلي د ښوونځي د شورا رئیس دی. نوموړی لکه څنګه چې په ونه دنګ او په هډونو ځواکمن انسان دی، دغسې په معنوي لحاظ هم د سترو سترو ارادو او ارمانونو خاوند دی، نوموړی د […]

ټینګه اراده او کلتوري محدودیتونه

وردگ سیمه ایز اداري دفتر میدان وردګ د افغانستان هغه ولایت چې د نوم له اورېدلو سره به مو په ذهن باندې د جنګ او جګړو له امله د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو خپاره انځور پراته وي. دا د پلازمینې کابل په لودیځه دورازه کې د هېواد یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی.د پوهنې، روغتیا او اسوده ژوند د نشتون تر څنګ یې ښځې او نجونې د ورځني پس پاتې ژوند له کړاوونو بې برخې نه دي.

“له انسانیت سره مینې اړیستلې یم، تر څو کلی له ښاره غوره وګڼم”

وردگ سیمه ایز اداري دفتر د میدان وردګو ولایت د ټوپ دښتې روغتون نسايي ولادي متخصصه خدیجه جغتوواله وايي چې په کلیو او بانډو کې د میندو درملنې ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او اقتصادي وضعیت دوی ته اجازه نه ورکوي، ترڅو خپل مریضان کابل ته ولېږدوي، نو له همدې امله دا هر ورځ له کابل څخه یاد روغتون ته راځي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې روغتون پدغه هیواد کې تر ټولو غوره قابله لري

وردگ سیمه ایز اداري دفتر د میدان ښار په روغتون کې د پرمختګ ټکې دومره ریښتونی دې چې تاسي يې د نږدي څخه حس کولاې شئ. د ښه خدمتونو او د لازیاتو کټونو ځایولو لپاره دلته ودانیز کارونه دوام لري. دا ولایتي روغتون دومره ښه نوم لري چې د پلازمینی څخه هم خلک د درملنی په موخه دلته راځي. دلیل يې دلته د هیواد په کچه تر ټولو غوره قابلې شتون دې

نړیوال ځواکونو د سویډن کمیټې په روغتون عملیاتو کې مرسته درلوده

وردگ سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومی رئیس ښاغلی یورګن هولمسټروم وايې چې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما او د دې کمیټې د کارکونکو څخه تر لاسه شوو معلوماتو دا په ډاګه شوي ده چې د سویډن کمیټې په روغتون ترسره شوو عملیاتو کې نړیوال ځواکونو ونډه درلودله. د ۱۷ او ۱۸ فبروری په […]

د سیمه ایزو دفترونو نویو مشرانو په لومړی ځل سره ولیدل

تالقان سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د اداري پرمختیا د پروسی څخه تیره شوه. د اداري پرمختیا پروسي موخه په پریکړو کې د پاموړ ډلو ته نږدي کیدنه وه. دا موخه لاسته راوړلو لپاره دا تر ټولو مهمه وه چې سیمه ایز دفترونه غښتلي شي. اوس هر یوه دفتر ډیر واک لرونکې نوې مشر لري […]

د لوړو آرزوګانو سره یو مختلف ټولګې

وردگ سیمه ایز اداري دفتر د شریفي په نوم یوه زده کونکي چې په ۱۶ کلنې کې واده ته اړ شوي وه اوس د درې اولادونو مور ده او بامیانو کې اوسیږي. په دې نږدو کې هغه او د هغي ۱۴ نوري ټولګیوال د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ملاتړ لرونکی ځانګړي ټولګي څخه فارغه شوه. دغه ځانګړې ټولګې د […]