جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر

د افغانستان لپاره د سویډن کمېتې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر د افغانستان په ختیځ کې ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونه تر پوښښ لاندې لري. دا سیمه ییز اداري دفتر د معلولینو، ښوونې او روزنې او کلیو پراختیا پروګرامونه عملي کوي. شاوخوا ۵۹۲  کلي پدې سیمو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له خدمتونو ګټه اخلي.

دا سیمه ییز اداري دفتر د لغمان اړوند دفتر هم لري چې موقعیت یې په مرکز مهترلام کې دی.

د معلولینو پروګرام:

د معلولینو پروګرام کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې فعالیتونه لري. د معلولینو پروګرام اوسمهال د کونړ څوکۍ، نرنګ، شیګل ولسوالۍ او مرکز اسعداباد، د ننګرهار سره رود، بهسود، کامې، ګوشتې ولسوالۍ او د مرکز جلال اباد ځینې برخې، او د لغمان قرغیو ولسوالۍ او مرکز مهترلام تر پوښښ لاندې لري.

د معلولینو پروګرام په دوه ډوله د معلولو وګړو د بیارغونې لپاره کار کوي:

۱: د ټولنې په کچه بیارغونه

۲: د فزیکي بیارغونې مرکز

۱: د ټولنې په کچه د معلولو وګړو بیارغونه کې کورنۍ درملنه، ښوونیزه بیارغونه، اقتصادي بیارغونه او د سازمانونو او ډلو له لوري د معلولو وګړو پیاوړتیا شامله ده؛ تر څو دوی له خپلو حقوقو برخمن شي.

د ټولنې په کچه د بیارغونې برخې (څانګې)

روغتیا: د ټولنې په کچه د بیارغونې کارکوونکي معلول وګړي د کورنۍ درملنې لاندې نیسي او دوی خپل کار ته دوام ورکوي تر څو د معلولو وګړو منځنۍ کچې بیارغونه باوري شي.

ښوونه او روزنه:  ماشومان چې بېلابېل معلولیتونه لري؛ لکه  د لیدلو او او اورېدلو معلولیت ولري، هغه ماشومان چې په هره کچه د زده کړې ستونزې لري او ذهني ستونزه لرونکي په اړونده مرکزونو او په کورنیو زده کړو کې تر روزنې لاندې نیول کیږي، تر څو دوی په عادي ښوونځیو کې د شاملېدو جوګه شي.

کلیوالي معشیت: هغه کسان چې بېلابېل معلولیتونه ولري او عمر یې له ښوونځي پورته وي، په بېلابېلو مسلکي او تخنیکي روزنیزو پروګرامونو کې جذبیږي؛ تر څو دوی وتوانیږي کسبونه زده کړي او وکولای شي له همدې لارې پخپله عاید لاسته راوړي او په اقتصادي برخه کې په ځان بسیا شي.

پیاوړتیا: د مدني ټولنو سازمانونو په ځانګړي ډول د معلولو وګړو سازمانونو او په ځان بسیا مرستندویه ګروپونو ضرفیت لوړونه د کوچنیو قرضو په برابرولو، په ځانګړي توګه په عملي ډول دوی په ادارو کې شاملول او په باقاعده توګه د دوی د ضرفیت لوړونې په موخه د روزنیزو ورکشاپونو تر سره کول.

ټولنیز یو ځای کېدل: د ټولنې په بېلابېلو اړخونو کې د معلولو وګړو شاملول او دوی ته د بیا پیدا کېدو فرصتونه برابرول تر څو دوی هم په ټولنه کې یو ځای (مدغم) شي.

۲: د فزیکي بیارغونې مرکز: د فزیکي بیارغونې مرکز معلولو وګړو د فزیکي بیارغونې په برخه کې حیاتي خدمتونه تر سره کوي . دا مرکز درې فرعي څانګې لري.

فزیوتراپي: درملنه، د معولیت مخنیوی، ښځینه، نارینه معلولو او غیر معلولو مراجعینو ته د خدمتونو وړاندې کول، د مرکز او کور په کچه درملنې برابرول، ذهني چمتووالي په موخه پوهای، تدریس او د کورنۍ دندې طبي زده کوونکو پوهاوی، ډاکټرانو او قابله ګانونو ته د روزنیزو ورکشاپونو ورکول.

ارتوپیدیک ورکشاپ: معلولو او غیر معلولو مراجعینو ته د حرکي مرستندویه وسایلو برابرول لکه ارتوسیز، د کلب فوټ لپاره د مصنوعي اصلاحي شویو بوټانو جوړول، د غاړې تړلو وسیله او نور….

کمپونېنټ ورکشاپ: معلولو او غیر معلولو مراجعینو ته د مرستندویه وسایلو برابرول لکه ویلیچر، درې څرخه، د قدم وهلو چوکآت، د تشنابونه سیټونه او داسې نور…….

ښوونه او روزنه:

د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر د ښوونې او روزنې پروګرام په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې فعالیت لري. دا پروګرام په ننګرهار کې ۱۱ ولسوالۍ، په لغمان کې ۳ ولسوالۍ او په کونړ کې دوه ولسوالۍ تر پوښښ لاندې لري.

د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر د ښوونې او روزنې پروګرام ټولټال ۵۵۱ ټولګي لري چې له منځه یې ۵۳۱ د ټولنې په کچه د ښووني او روزنې ټولګي، ۵ د اماده ګۍ ټولګي، ۱۴ ټولګي د هغو کورنیو ماشومانو لپاره چې له یوه ځای بل ځای ته کوچ کوي او ۱ مقدماتي ښوونیز ټولګی پکې شامل دي. دا ټولګي د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو په ۱۰۶ کلیو کې ښوونیزې چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د کلیو او پراختیا پروګرام:

د کلیو  پراختیا پروګرام دوه وظیفوي ساحې په بر کې نیسي.

د پاکو اوبو رسونې لاسرسی او هایجین/ رغونه او سیمه ییزه حکومتولي او کلیوالي معیشت:

الف: د پاکو اوبو رسوني لاسرسی او هایجین/ رغونه: د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر کلیو پراختیا پروګرام د ننګرهار او کونړ لریو پرتو سیمو کې د پاکو اوبو لاسرسي او هایجین، سولر او د پایپ سکیم پروژې تطبیقوي.

په ټولنې ولاړې بشپړې روغتیا پروژه چې د کلیو پراختیا پروګرام په اډانه کې د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې فعالیتونه مخته وړي. دا پروګرام په روان ۲۰۲۱ کال کې ۲۱ شورا ګانې تر پوښښ لاندې لري. دې پروګرام له تېرو دریو کلونو راهیسي ۵۵ شورا ګانې په ازاده فضاء کې له رفع حاجت پاکې اعلان کړي.

په ټولنې ولاړې د بشپړې روغتیا پروژه د پاکو اوبو رسونې او هایجین برخې څانګه ده چې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر د کلیو او پراختیا پروګرام له لوري عملي کیږي او اساسي موخه یې دا ده چې په ازاده فضاء کې د رفع حاجت د مخنیوي لپاره په سلوک کې تغییر راولي او د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

سربېره پردې، د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر د کلیو پراختیا پروګرام په فعاله توګه د ښوونځیو په جوړولو، د نویو ښوونځیو لپاره د ودانیو په جوړولو، احاطي دیوالونو، د اوبو څاوې، د اوبو عرضه کول او ناپاکې اوبه تخلیه کوي. دا پروګرام ښوونځي ترمیموي او زده کوونکو ته فرنېچر لکه چوکۍ او مېزونه هم برابروي.

ب: سیمه ییزه حکومتولي او کلیوالي معیشت:

د سیمه ییزې حکومتولۍ او کلیوالي معیشت پروژه د ننګرهار په کوز کونړ او ګوشتې ولسوالیو کې تر عملي کېدو لاندې دي. دا پروژه پدې دوه ولسوالیو کې د بېلابېلو پروګرامونو بستو، سپما ګروپونو، د مهارت لوړولو روزنیز ورکشاپونو، تولیدي ګروپونو، تولیدي پورونو، ضرفیت لوړونې او بازار موندنې برخو کې له تیر ۲۰۱۷ کال راهیسي تر اوسه د ۶۶ شوراګانو فعال ملاتړ کوي.

د ۲۰۲۱ د پروژې په پلان کې، به د شورا ګانو د استازو، د کلیوالي معیشت تاسیس شویو کمېټو او اړونده دولتي مسوولینو په نږدۍ همغږۍ د ښځینه او نارینه سپما ګروپونو ۲۰۰ غړو ته د مهارتونو لوړولو روزنیز ورکشاپونه برابر شي.

د کلیو پراختیا پروګرام د سیمه ییزې حکومتولۍ او کلیوالي معیشت له فعالیتونو شاوخوا ۶۵۱۱ ګټه اخیستونکي چې ۲۶۶۶ پکې ښځې او ۳۸۴۵ پکې نارینه دي په مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.

تر اوسه د سپما ۴۱۱ ګروپونه تأسیس شوي چې ۶۵۰۰ غړي لري او تر دا مهاله یې ۱۴۸۳۱۴۰۰ افغانۍ سپما کړې.

په ورته وخت کې، ۱۱۴۷ انفرادي کسانو د ننګرهار ولایت په کوز کونړ او ګوشتې ولسوالیو کې له تأسیس شویو سپما ګروپونو پور تر لاسه کړی.

لغمان اړوند دفتر:

د لغمان اړوند دفتر د ښوونځي روغتیا، زده کړه د روغتیایي ژوند لپاره او د نوې میتود ټکنالوژۍ پروژې عملي کوي.

د ښوونځي روغتیا پروګرام د لغمان اړوند پنځو ښوونځیو کې چې ۲ یې د نجونو دي، عملي کیږي. د روغتیا په ښوونځي کې پروژې موخه د زده کوونکو ازمایل، د ښوونځي د چاپيریال سرسبزي (شین والی)، د زده کوونکو معاینه، روغتیایي زده کړه او د ساده مواردو درملنه ده.

همداراز، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د ډېر عمر لرونکو ښځو ته چې له زده کړو پاتې وي، د زده کړو زمینه برابروي؛ تر څو دوی وتوانیږي له همدې لارې د خپلې روغتیا او د ژوند د مثبت سمون لپاره پرېکړې ونیسي. دا پروژه “ زده کړه د روغتیایي ژوند لپاره” په نوم یادیږي.

د ځیرکې ټکنالوژۍ پاڼه: د “زما ماشوم کارت” د ماشوم کارت برېښنایي کېدل یو نوښت دی چې د ماشومانو د روغتیا اړوند مالومات د روغتیایي کارکوونکو لپاره راټولیږي او له سکین او اپلوډ وروسته په برېښنایي توګه خوندي کیږي.

دا پروژه د ماشومانو د راجستر او په انفرادي توګه د ماشومانو د واکسین کولو مهالویش د څارلو په برخه کې ملاتړ کوي.

د ځېرکې ټکنالوژۍ پاڼې دا پروژه د لغمان ولایت په ۵۵ روغتیایي مرکزونو کې عملي کیږي.

صفي الله ”د ليد ستونزه مې له زده کړو نشي راګرځولی “

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر شپاړس کلن صفي الـله چې د نه ليدلو ستونزه لري ډير خوښ دی چې له نورو همزولو سره يو ځای د روښانه راتلونکي لپاره په ټولشموله ښوونځي کې د زده کړې وړتيا لري. هغه د افغانستان لپاره سويډن کميټې د معلولينو پروګرام د چمتوالي زده کړو مرکز کې له زده کړو وروسته په ۲۰۱۳ زيږديز […]

د لغمان په ولایت کې د سویډن د کمېټې کلینیکونه او دفتر بیا پرانیستل شو

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر خانم مدلین یوفورس، رئیس عمومی کمیته سویدن برای افغانستان میگوید: «بسیار خوشحال هستم از اینکه دفتر صحی و تمامی کلینیک های کمیته سویدن که در ولایت لغمان مسدود گردیده بود،‌ دوباره به فعالیت آغاز نموده اند. ارائه خدمات صحی برای همه از جمله مأموریت های کمیته سویدن است؛ و حالا میتوانیم به انجام این مأموریت خویش ادامه دهیم.»

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په لغمان ولایت کې روغتیايې خدمتونو درولو ته اړ شوه

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ته د وسله والو مخالفینو له لورې د پرله پسې ګواښونو له آمله په ختیځ زون لغمان ولایت کې ۲۰ روغتیايې کلینکونه او د روغتیايې پروګرام اداري دفتر تر نامعلومې مودې پوری وتړل شو.

د بیرته راستنیدونکو کډوالو د ماشومانو لپاره د چټکو زده کړو ټولګي

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر انځور کې چې تاسی کومه زده کوونکي ګورئ دا مسلمه نومیږي او د بهسودو په ملک بیله اولسوالۍ کې د شهید عبدالجبار ابتداییه ښوونځي کې د لومړی ټولګی زده کوونکي ده. د مسلمې کورنۍ لکه د دې ټولګي د نورو زده کوونکو د کورنیو په څیر پاکستان کې د څو لسیزو کلونو د مهاجرت شپی او ورځی تیرولو وروسته په دې نږدې ورځو کې بیرته خپل هیواد ته راستنه شوي ده. مسلمه په ټولګي کې د خپلی خور نوبهار ترڅنګ ناسته ده.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا په ننګرهار کې ښوونځیو سره د میزونو او چوکیو مرسته وشوه

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ختیځ ننګرهار ولایت په دولتی ښوونځیو کې څه د پاسه نهه میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې پروژي پلي کړلي. پدې پروژو کې چې یاد ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره د میزونو او چوکیو مرسته هم وشوه د افغان کنکشن لخوا تمویل شوې وه.

په کونړ کې د ولسونو د ژوند ښه والي په موخه ۵۵ میلیونه افغانۍ مصرف شوي

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د هیواد په ختیځ کونړ کې د ځايي ټولنو په همغږۍ سره د هاغه لس ټولنیز پرمختیايې پروژو کارونه سرته ورسول چې د ټولني لخوا يې غوښتنه شوي وه.

د لغمان ولایتي روغتون سره د ۳ میلیون افغانیو په ارزښت روغتیايي او دفتري وسایلو مرسته وشوه

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له لوري د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایتي روغتون سره د بېلا بېلو روغتیايي او دفتري وسایلو او لوازمو شوې مرسته په ختیځ زون کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د عمومي مسئول انجنیر عبدالاحد سمون په لاسونو د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي او د ولایتي روغتون رئیس ډاکتر عطا الله نیازي ته وسپارل شوه.

لغمان کې د ۲۵ ښځینه نرسانو د فراغت بري لیکونه تر لاسه کړل

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سويډن کميټې او د سويډن هيواد مرستندويه ادارې سيډا په مالي مرسته په ختيځ لغمان کې د نرسنګ خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۲۵ ښځینه نرسانو د دوه کلونو زده کړو وروسته د فراغت بري لیکونه تر لاسه کړل.

د افغانستان لپاره سويډن کميټې ۱۶ تنه معلولينو ته د کسبونو زده کړه ورکړه

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام له لورې ۱۶ تنه ښځينه او نارينه معلولينو ته د بيلابيلو کسبونو زده کړه ورکړل شوه او اړين کاري وسايل په واک کې ورکړل شول.