غزني سیمه ایز اداري دفتر

د افغانستان لپاره د سویډن کمېتې د غزني سیمه ییز اداري دفتر په ۱۳۷۲ هـ ش کال کې د افغانستان دجنوب ځتیځ زون په غزني ولایت کې فعال شویدی او دهمدې دفتر له لارې فعلاً په غزني، پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې د معلولینو دبیارغونې، ښوونې او روزنې او کلیو پراختیا پروګرامونه عملي کوي او یوه بله دظرفیتونو درشد او میتود ملاتړې څانګه هم لري دشاوخوا ۱۰۰۰ زرتنه نارینه او ښځینه کارکوونکو په درلودلو سره یې شاوخوا ۱۱۵۰ کلي په غزني، پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې ددې دفتر له خدمتونو څخه ګټه اخلي.

: د معلولینو پروګرام:

د معلولینو پروګرام غزني، پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې فعالیتونه کوي. د معلولینو پروګرام اوسمهال د غزني مرکز، قره باغ، اندړ، مقر او جاغوریو ولسوالیو کې او د پکتیکا په یوسف خیل، سروضه او مرکز ښرنه ولسوالیو کې او همدارنګه دمیدان وردګو ولایت په سید آباد، بند چک، دایمیرداد، میدانښار او نرخ ولسوالۍ دخدماتو تر پوښښ لاندې لري.

د معلولینو پروګرام د څلورو عمده پروسو له لارې خپل خدمات دمعلولیت لرونکو وګړو دبیارغونې لپاره کوي:

۱: فزیکي بیارغونه :

۲: ښوونیزه بیارغونه :

۳: اقتصادي بیارغونه:

۴: ټولنیزه بیارغونه:

۱: فزیکي بیارغونه کې د معلولو وګړو د فزیکي بیارغونې لپاره مهم خدمتونه وړاندې کیږي. دا مرکز درې فرعي څانګې لري.

فزیوتراپي: ، ښځینه او نارینه معلولو او غیر معلولو مراجعینو ته دفزیوتراپي خدمتونه وړاندې کوي او همدارنګه ډاکټرانو او قابله ګانو ته د معلولیت مخنیوی په هکله روزنیز ورکشاپونه او روزنې ورکوي.

ارتوپیدیک ورکشاپ: معلولو او غیر معلولو مراجعینو ته د حرکي مرستندویه وسایلو برابروي لکه دمصنوعي غړو او دضعیفو عضلاتو ته کومکي قالبونو جوړول.

کمپونېنټ ورکشاپ: معلولو او غیر معلولو مراجعینو ته د مرستندویه وسایلو برابرول لکه ویلیچر، درې چرخه، د قدم وهلو چوکات، د تشنابونه سیټونه او داسې نور…….

ددې خدماتو لپاره په غزني ولایت کې یو مجهز دمعلولینو دبیارغونې مرکز او دکومکي وسایلو دبرابرولو ورکشاپ فعال کړيدی.

۲: په ښوونیزه بیارغونه کې ؛ ماشومان چې هرډول معلولیتونه لري؛ دمعلولینو دچمتووالي دزده کړو، کلیوالي او په کورنیو زده کړو کې تر ښوونې او روزنې لاندې نیول کیږي، تر څو دوی په عادي ښوونځیو کې د شاملېدو جوګه شي.

  ۳: اقتصادي بیارغونه: هغه کسان چې بېلابېل معلولیتونه ولري او عمر یې له ښوونځي تر عمره پورته وي، په بېلابېلو مسلکي او تخنیکي روزنیزو پروګرامونو کې جذبیږي؛ تر څو دوی وتوانیږي کسبونه زده کړي او وکولای شي له همدې لارې پخپله عاید لاسته راوړي او همداشان دوی ته بې سوده دوراني قرضې هم ورکول کیږي ترڅو له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

۴: ټولنیزه بیارغونه: دمختلفو روزنو، عامه پوهاوي غونډو، چاپي، رادیویي او تلویزیوني نشراتو، دمعلولیت لرونکو وګړو په حق کې عدالت غوښتنه دبیلا بیلو وسیلو او نهادونو له لارې ترسره کیږي ترڅو په ټولنه او معلول دواړو کې دښه والي لپاره تغییر راشي او معلولیت لرونکي وګړي په ټولنه او ټولنیزو چارو کې مدغم شي.

 ښوونې او روزنې پروګرام:

د غزني سیمه ییز دفتر د ښوونې او روزنې پروګرام په پکتیکا او غزني ولایتونوکې فعالیت کوي. دا پروګرام دپکتیکا ولایت په مرکزښرنه، یوسف خیل ، اومنه، ګومل او سروضه ولسوالیوکې او د غزني ولایت په قره باغ، مقر، دغزني مرکز او جاغوري ولسوالیو کې د ۷۶۰ تنه ساحوي کارکوونکو په درلودلو سره دښوونې او روزنې خدمات وړاندې کوي.

د غزني سیمه ییز دفتر د ښوونې او روزنې پروګرام اوسمهال ټولټال ۶۷۸ ټولګي/ښوونځي لري چې له منځه یې ۶۳۰ د ټولنې په کچه د ښووني او روزنې  یا (کلیوالي) ټولګي، ۴ د چمتووالي دزده کړو ټولګي، ۳۸ ټولګي د هغو کورنیو ماشومانو لپاره چې له یوه ځای بل ځای ته کوچ کړی وي او ۶ دثانوي زده کړو دتکمیل ټولګي پکې شامل دي. دا ټولګي او ښوونځي په غزني او پکتیکا ولایتونو کې قابو ۵۲۶۷ تنه هلکانو او ۱۲۷۶۷ تنه نجونو ته ښوونیزې چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د کلیو او پراختیا پروګرام:

د کلیو او پراختیا پروګرام دغزني په سیمه ییز دفتر کې یو بل پروګرام دی او دپکتیکا او غزني ولایتونو په ټولو هغو ولسوالیو کې فعالیتونه کوي چېرته چې دښوونې او روزنې پروګرام خدمتونه وړاندې کوي. باالخصوص ښوونځیو ته تعمیرونه جوړوي او د۲۰۲۱ کال په جریان کې پاکو اوبو ته دلاسرسي او روغتیا ساتنې په برخه کې دپروژو دتطبیق پلان هم لري.

دظرفیتونو درشد او میتود څانګه

دغه څانګه درې عمده برخې لري:

عدالت غوښتنه

دظرفیتونو رشد

بشر حقونه او جندر

دظرفیتونو درشد او میتود څانګه؛ دافغانستان لپاره د سویډن کمېټې له کاري شریکانو، مدني ټولنو او نورو ټولنیزو بنسټونو سره دعدالت غوښتنې، دبشر حقونو او جندر موضوعاتو او ددوی دظرفیتونو درشد برخو کې عملاً کار او فعالیت کوي ترڅو کاري شریکان دې ته اماده کړي چې زموږ دفعالیتونو او دمتنفذینو د عدالت غوښتنې  څخه ملاتړ وکړي. دا څانګه د ۲۰۱۶ کال په اوایلو کې دافغانستان لپاره د سویډن کمېټې په دفتر کې ایجاد شوه. ددې ترڅنګ دظرفیتونو درشد او میتود څانګه؛ ددفتر دننه او اړوندو دولتي نهادونو سربیره په ټولنه کې دعامه پوهاوي دغونډو او جلسو له لارې دبشرحقونو پربنسټ تګلارې د تطبیق هڅه کوي. دغه څانګه په هغو ټولو ولایتونو کې چیرته چې دغزني سیمه ییز دفتر نور پروګرامونه کار کوي؛ دوی هم دیوې مرستندویه څانګې به توګه ورسره فعالیت ترسره کوي.

غزني سیمه ایز اداري دفتر

زمری د یو سوداګر د جوړیدو خوبونه ویني

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټي یو ښوونکی د افغان ځواکونو او وسله والو ډلی ترمنځ جګړي په ترڅ کي ووژل شو

غزني سیمه ایز اداري دفتر نعمت الله، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې یوه سیمه ایز ښوونکې د افغان ملي امنیتی ځواکونو او د وسله وال مخالفی ډلی ترمنځ د رامنځته شوی جګړي په ترڅ کې ووژل شوو. نوموړی په شیرخان ښوونځي کې له تدریس نه وروسته د خپل کور په لور روان وو چې د یوي لوری له خوا په مرمۍ ولګیده او ځای په ځای ووژل شو.

د سیمه ایزو دفترونو نویو مشرانو په لومړی ځل سره ولیدل

تالقان سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د اداري پرمختیا د پروسی څخه تیره شوه. د اداري پرمختیا پروسي موخه په پریکړو کې د پاموړ ډلو ته نږدي کیدنه وه. دا موخه لاسته راوړلو لپاره دا تر ټولو مهمه وه چې سیمه ایز دفترونه غښتلي شي. اوس هر یوه دفتر ډیر واک لرونکې نوې مشر لري […]

معلولیت ناتوانی نه ده

غزني سیمه ایز اداري دفتر خاطره او یاسمین اوبدل زده کوي. دا دواړه هر کال خپل اوبدل شوي شیان لکه روجايې ګاني، د ټلویزیونونو پوښونه او د ودونو توکي بازار کې پلوري. دې کار سره خاطره او یاسمین د خپلو کورنیو سره اقتصادی برخه کې مرسته کوي. خاطره وايې چې د معلولیت له امله هغي په ماشومتوب کې خپلو همزولو […]