Map of Kunar, Laghman and Nangarhar

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر

د ننګرهار، کنړ او لغمان ولایتونه د جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د پوښښ تر لاندې دي. دا دفتر د روغتیا، ښووني او روزني، د کلیو پراختیا او د معلولیت لرونکو لپاره د ټولشموله زده کړو پروګرامونه پلي کوي. پدغه سیمو کې کابو ۲۰۰ کلي د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې د کارونو د ګټو څخه برخمن دي. دا دفتر په مهترلام کې یو ارتباطی دفتر هم لری.