ښځي

په تیرو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې د ښځو شتون سره سره، تر اوسه هم هغوی د کلیو او ښارونو په کچه د ډیرو ستونزو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

په 2018 کال کې د بشر حقونو د خپلواک کیمیسون ثبت شوي شمیرې ښکاره کوي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې کچه په افغانستان کې 20 سلنه پکې ټیټوالې راغلی دی مګر د دې کمیسون کلنۍ راپور ښکاره کوي چې 94 سلنه تاوتریخوالی د ښځو په وړاندې په کورنې چاپیریال کې تر سره کیږي او ۹۰ سلنه دلیل یې نارینه دي. دا ښکاره کوي چې کور د ښځو لپاره خوندي ځای ندی.

ناپسند دودونه لکه انجونې په بد کې ورکول، اجباري ودونه، د بکارت پردې آزموینه، د ښځو او انجونو بدلول د جنس یا د معاملو د حل کولو په موخه او هلکانو ته د انجونو په پرتله لمړي توب ورکول په افغانستان کې په پراخه توګه شتون لري.

له دې سره سره، ښځې د طالبانو د حکومت د پړزیدو وروسته او د نړیوالي ټولنې د شتون سره په تیرو 18 کلونو کې په ټولو برخو کې لکه ټولنیز، سیاسي، فرهنګي، تعلیمی …. او نورو برخو کې په پراخه توګه شتون درلود. د کار وړ میرمنې په ټولو دولتې او غیر دولتې ادارو کې د نور هر وخت په پرتله په افغانستان کې ډیر شول. د کورنې او نړیوال قوانینو پر اساس، د ځانګړي ځای او حقوقو څخه برخمن شول. خو په دې وروستیو کې ښځې وروسته د 18 کلونو څخه د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پیل سره د یوې پوښتنې سره چې د ټولنې څخه کور ته راګرځیدو سره مخامخ دي، چې دا خپله د کار کوونکو میرمنو لپاره په افغانستان کې یو د لویو ستونزو څخه ګڼل کیږي.

د ښځو په وړاندې د ستونزو سره سره، په ټولو برخو کې افغانستان د ښځو لپاره یو د خطرناکو هیوادونو څخه په ټوله نړۍ کې دی. همدارنګه تر اوسه هم ګڼ شمیر ښځې او انجونې زده کړو او روغتیایې خدماتو ته په لوړه کچه لاسرسۍ نلري. که یوه روغتیایې مورد د سویډن هیواد په پرتله ووینو، په افغانستان کې د هر 100000 زیګون څخه 396 ښځې مړې کیږي او په سویډن کې 4 ښځې. 

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه، د زیږون په وخت کې د میندوی د مړې کیدو د مخنیوی په موخه په څو لسیزو کې ګڼ شیمر قابلې او نرسونه د لرو پرتو سیمو څخه د افغانستان د روغتیا وزارت په همغږۍ سره روزلي دي او په راتلوکې کې به هم دوام وکړي. همدارنګه په 2018 میلادې کال کې 29 زره تنو ته روغتیايې مشوري ورکړل شوي دې چې 58 سلنه ښځې له دې خدماتو څخه برخمن شوي دي. په بلخ، وردګ او لغمان ولایتونو کې په یو کال کې له دوه زرو څخه ډیرو ښځو د سواد آموزۍ کوروسونه، د شخصی او چاپیریال حفظ الصحه په برخه کې روغتیایې زده کړي، سالمه تغذیه، د زیږون په وخت کې فاصله، روغتیایې کلینیک ته د تلو او د ماشومانو واکسینولو په برخه کې زده کړي ترلاسه کړي. همدارنګه د 98 فزیوتراپستانو څخه چې د سویډن کمیټې روزلي وو 53 تنه یې ښځې دي.