Farishta har sin son med sig på sömnadsutbildningen | Foto: Malin Hoelstad

ښځي

په نږدي کلونو کې د ښځو په اړه حالت ډیر ښه شوې دی خو بیا هم هغوي د پاموړ تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

په نږدي کلونو کې د ښځو په اړه حالت ډیر ښه شوې دی خو بیا هم هغوي د پاموړ تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي. کابو څلور میلیونه نجوني ښوونځيو ته ځي او یو زیات شمیر میرمني په ځانګړي توګه په ښاري سیمو کې د کاله څخه بیرون کارونه کوي. د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه قانون جوړ شوې د افغانستان اساسي قانون د ښځو مساوات، زده کړو ته یو شان حق او همدارنګه د کار کولو حق تضمینوي. ښځي په سیاسي چارو او دولت کې په خورا پراخه ډول ګډون لري.

خو د هغوي د دي حالت د ښه والي سره سره د څار د نشتون، په ځانګړي توګه د ښځو لپاره مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي او د بې سبکه بشر حقونو سره مخ دی. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د راپور د مخې په ۲۰۱۴ کې د ښځو او نجونو پروړاندي جرمونو پیښو کي ۱۶ سلنه زیاتوالې راغلې دې. د دې کمیسیون په باور افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالې د بشر د حقونو څخه جدي تیرې دې. دا یو څو لاملونه لري. په هیواد کې ناامني یو عامل کیداي شي. خو د بشر او د ښځو د حقونو په اړه پوهاوي پیاوړتیا ښايې د تیریو زیات راپورونو ورکولو لامل شوی وي. خو بیا هم ښځو پروړاندي د تیریو د سمون فرصتونه خورا کم دي او منفي دودونه هغوي د خپل قانوني او د بشر د حقونو د ادعا مخه ډبوي. د ښځو پر وړاندي نږدي ټول ۹۸ سلنه تاوتریخوالي پیښي په کورونو کې چیرته چې هغوي د خپل ژوند زیاتره وخت تیروي د هغوي د مړونو او د نږدي خپلوانو لخوا پیښیږي.

 بل هیله مند کونکي پرمختګ چې د ښځو د حقونو په اړه شوې هغه د دولت لخوا د ښځو، امنیت او خوندیتوب په اړه په ملل متحد د امنیت د شورا ۱۳۲۵ قرارداد منظورول دي. دا د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالې او په ځانګړي توګه د شخړو په وخت تاوتریخوالي کې د خوندیتوب لپاره د افغانستان ژمنه تائیدوي.