روغتیاپالنه

په ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د یوو میلیونو څخه لا ډېرو خلکو ته صحی مشاورې ورکړي چې ۵۸ سلنه یې ښځې دي.

په ۲۰۱۹م کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې روغتیايي فعالیتونه: 

په میدان وردګ ولایت کې د صحتمندي پروژې تطبیق:

د ۲۰۱۹م په جنورۍ میاشت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د صحتمندۍ پروژې نوی تړون ترلاسه کړ چې له مخې به یې د لومړنیو بنسټیزو خدمتونو ټولګه(BPHS) او د روغتون د لومړنیو خدمتونو ټولګه(EPHS) په میدان وردګ ولایت کې د ۲۰۲۱م د جون تر ۳۰مې نیټې پورې پلي کړي. د صحتمندۍ پروژه د پخوانۍ (صحت) پروژې څخه چې په وردګ او لغمان ولایتونو کې د ۲۰۱۳ – ۲۰۱۸ کلونو تر منځ پلي شوې وه، متفاوته ده. اوسنی تړون د فعالیت پر بنسټ را منځته شوی دی، او د بیلابیلو وسیلو د کارولو په وسیله به په شپږو میاشتو  کې د اړینو موخه شوو  هدفونو دنه ترلاسه کیدو په صورت کې کمښتونه محاسبه کیږي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ۲ ولایتي روغتونونو، د ۹ جامع روغتیايي مرکزونو، د ۲۶ اساسي روغتیايي مرکزونو، د ۳۶ لومړنیو روغتیايي مرکزونو، ۲ ګرځنده روغتیايي څانګو، د ۱ زندان د روغتیايي کلینیک او د ۳۹۷ روغتیايي پوستو له لارې ۶۵۵۴۶۲ وګړو ته روغتیايي خدمتونه رسوي.

د ټولنې د قابله ګی ښوونځي  (CME) پروګرام:

ددې لپاره چې د قابله ګانو کمښت ستونزه حل شي، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ټولنې د قابله ګۍ ښوونځي پروګرام په لغمان، سمنګان او وردګ ولایتونو کې د خپلو بسپنو په مټ پلي کوي. د ۲۰۱۸م کال تر ډسمبر میاشت پورې ټول ټال ۳۸۱ قابلې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې څخه د اداره کیدونکو د قابله ښوونځیو څخه په لغمان، سمنګان، وردګ، کندز او سر پل ولایتونو کې فارغې شوي دي.  اوسمهال، ۲۰ نورې د قابله ګۍ ښوونځي شاګردانې په سمنګان ولایت کې د ۲۴ میاشتو روزنیز پروګرام کې زده کړې ترلاسه کوي.

د ټولنې د نرسنګ ښوونځي(CHNE) پروګرام:

ددې لپاره چې په ټولیزه توګه د ښځینه روغتیايي کارک د کمښت ستونزه وونکو په تېره په لرې پرتو سیمو کې له منځه یو وړل شي، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په لغمان، سمنګان او وردګ ولایتونو کې د خپلو بسپنو په مټ د ټولنې د نرسنګ ښوونځي پروګرام پیل کړ. تر دې مهال پورې د پاسنیو دریو نرسنګ ښوونځیو څخه ۱۱۷ نرسانې فارغې شوي دي. ددې تر څنګ په وردګ او سمنګان ولایتونو کې اوسمهال ۴۵ تنه ښځینه شاګردانې په نرسنګ ښوونځیو کې د دوه کلن ډیپلوم ترلاسه کولو په موخه زده کړې کوي.   

د روغمن ژوند لپاره زده کړه(LHL):

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د هغو نالوستو ښځو او نجونو  لپاره د زده کړو پروګرام په لغمان، وردګ او بلخ ولایتونو کې ترسره کوي چې دوی د میندوارۍ د عمر په مرحله کې وي، تر څو دوی ددې توان ترلاسه کړي چې د “د روغمن ژوند لپاره زده کړه” پروګرام له لارې د خپلې میندوارۍ روغتیا په هکله پخپله پریکړه وکړي. په ۲۰۱۹م کې د ۳۵۰۰ په شا او خوا کې ښځې به په دریو ولایتونو کې له دغه پروګرام په ۱۳۸ ځانګړو ټولګیو کې د ۹ میاشتو په موده کې ګټې پورته کړي.

د ښوونځي روغتیا:

د ښوونځي روغتیا پروګرام اوسمهال په بلخ، لغمان او وردګ ولایتونو کې پلي کیږي چې د ځوانانو روغتیايي خوندیتوب لا ښه کړي او له دوی سره د ټول ژوند لپاره د روغمن سلوک په رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي.  په ۲۰۱۹م کې د ۹ زره شا او خوا زده کوونکي به په ۲۱ ښوونځیو کې له دغې پروژې څخه په دریو ولایتونو کې ګټې پورته کړي.

د قابله ګانو د لارښوونې (مینټورشیپ) پروګرام:

ددې لپاره چې د قابله ګانو مسلکي وړتیاوې لوړې کړل شي او ددې لپاره چې میندوارو ښځو او نوو زیږیدلو ماشومانو ته با کیفیته او خوندي خدمتونه ورسوي، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د افغان قابله ګانو د انجمن سره په ګډه همکارۍ د قابله ګانو د لارښوونې پروګرام په سرپل، سمنګان او وردګ ولایتونو کې لومړی پلا په ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کلونو کې پیل کړ. په ۲۰۱۹م کې به ۳۰ قابله ګانې د لغمان، سمنګان او وردګ ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې له دغې پروژې څخه ګټې پورته کړي.

د ځیرک کاغذ ټکنالوژي:

د ځیرک کاغذ ټکنالوژي (SPT) یوه عرفي ټول منلې او ډیجیټل ټکنالوژي ده چې د روغتیايي کارکوونکو په وسیله د ماشوم د روغتیا ارقام د ځیرک کاغذ په فورمه باندې اخلي، چې ورپسې دغه ارقام سکن او ډیجیټل کیږي. دغه پروژه اوسمهال د لغمان ولایت په ۲۳ روغتیايي کلینکونو کې پلي کیږي. په ۲۰۱۹م کې به دغه پروژه د لغمان او وردګ ولایتونو په ۲۱ نورو روغتیايي مرکزونو کې پلي کړل شي.