ماشومان

د افغانستان نږدې نیم نفوس د پنځلس کلنو څخه ټیټ عمر لرونکی دي. په ټولنه کې د ماشومانو حالت بې سبکه دې. تاوتریخوالې او جګړي د هغوي د پرمختګ فرصتونو ته یو ستر خطر دی.

تیر کال د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو په نړیواله ورځ کې رسنیو ته وویل چې نږدې درې میلیونه افغان ماشومان د بیلا بیلو ګواښونو سره مخ دي چې په کې روغتیا ته زیان رسوونکي فزیکي کارونه، جنسې زورونه، قاچاق، په جګړه کې له منځه تلل یا د جګرو په لیکو کې ګمارل دي.    

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ورکړل شوي شمیرو په اساس دوه میلیونه ماشومان په افغانستان کې کار کوي او د هغوی درې سوه زره تنه درنه کارونه ترسره کوي. په افغانستان کې د ماشومان بد حالت درې دلیلونه لري چې فقر، د ماشومانو په هکله د قوانینو نه پلي کیدل او د ماشومانو د حقوقو څخه د خلکو مالومات نلرل دي.

همدا اوس نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان د ښوونځې د تګ شرایطو سره برابر د ښوونځې تللو څخه محروم دي او انجونې د هلکانو په پرتله ښونځې ته لاسرسي نلري.

په افغانستان کې د سویډن کمیته په تیر کال کې 87،0000 ماشومانو ته په 2.600 ټولګیو کې د زده کړو خدمات چمتو کړي دې چې د هغو څخه ۵۸ سلنه یې انجونې دي. د سویډن کمیټه ښوونیز زده کړي د افغانستان په 82 ولسوالیو او 14 ولایتونو کې وړاندي کوي.

په هغه هیواد کې چې تل جګړه د ماشومانو هیلې او امیدونه تري اخلي او ښوونځې د بریدګرو تر برید لاندې راځي او زده کړه د ځینو ماشومانو د ژوند په بیه وي. د سویډن کمیټه په تیرو لسیزو تل دا هڅه کړي ترڅو ښه با کیفیت زده کړي د دغو ماشومان لپاره د هیواد په لرو پرتو سیمو کې برابره کړي حتی د انجونو لپاره چې د بیلابیلو دلایلو او ناپسنده دودونو  او نورو ستونزو له کبله چې د ښوونځیو د تګ څخه پاتې وي ځایې ټولګې رامنځ ته کړي ترڅو هغوی هم د سواد څخه بې برخې نشي.

په دې برسیره، د سویډن کمیټه معلولیت لرونکو ماشومانو د چمتو والۍ درې کلن زده کړي د ځانګړو زده کړو د ښوونکو په واسطه د چمتوالي په مرکز کې تر سره کوي او بیا د فراګیر تعلیماتو په واسطه هغوی عادي مکتبونو کې شاملوي ترڅو دا ماشومان وکولی شي د نورو ماشومانو په توګه په راتلونکي کې ښه ژوند ولري او په ټولنه کې برخه ولري.

ماشومان د ټولنې یو د زیان منونکو ډلو څخه دي چې د جدې روغتیایې ستونزو سره مخامخ دي څرنګه چې د هر 1000 ماشومانو څخه 68 تنه د پنځه کلن کیدو مخکې مري. له همدې کبله، د سویډن کمیټه هڅه کوي چې با کیفیت روغتیایې خدمتونه او روغتیایې وقایوي خدمتونه د ماشومانو، میندو او معلولو کسانو ته پراختیا ورکړي. څرنګه چې په تیر کال کي 29000 تنه زده کوونکو رغتیایې مالومات ترلاسه کړي دي او د 15،000 زده کوونکو روغتیایې معاینات د ښوونځیو روغتیا تر برنامه لاندې ترسره شوي دي.