کلیوالي معیشت

مونږ په کلیوالو سیمو کی خلکو ته د خپل ځان څخه د ملاتړ لپاره د فرصتونو او خپل پرمختګ په خپلو لاسونو کې لرلو لپاره کار کوو.

ښځې، معلولیت لرونکي خلک او په لرې پرتو سیمو کې نورې زیان قبلوونکي ډلې داسې خپلځاني ملاتړ ته اړتیا لري چې دوی ورباندې تکیه وکولی شي چې د بحران او بیړني حالت په وخت کې مصؤونیت را منځته کړي.

په لرې پرتو سیمو کې، د فقر کچه پراخه ده او په خپل ځان د بسیاینې پوټانشیل ډېر محدود دی. دا ډیره مهمه ده چې هر څوک د خپلو کورنیو لپاره د ژوند ژواک مصؤونیت ولري، خو دغه مصؤونیت بیا د شخړو، قحطۍ او طبیعي آفتونو پر وخت نور هم سختیږي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له خلکو سره مرسته کوي چې دوی په خپل ژوند کې ښه والی را منځته کړي او د مثال په توګه د روزنو او وړو پورونو د ورکولو له لارې د خپلو تجارتونو د پیلولو له امله خپل اقتصاد ورغوي.

په خپل ځان د بسیا کیدو حق یو له اساسي حقونو څخه دی چې هر فرد یې باید ولري. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په دې لړ کې خپلې هڅې په ځانګړې توګه ښځو او معلولیت لرونکو اشخاصو ته متوجه کړي دي. دغه هغه ډلې دي چې له  مقامه د غورځولو او ایستلو د تاریخي پروسو په نتیجه کې، معمولاً له ټولنې څخه وتلی ژوند لري. ښځې د کاري مارکیټ څخه معمولاً ایستل شوي دي، ځکه خو دوی تل د کورنۍ لپاره د عاید ترلاسه کولو د مسؤولیت په برخه کې زیان قبلوونکې دي.

په تیره لسیزه کې افغانستان په چټکه توګه د ښاري کیدو په لور روان دی، مګر د اټکلونو له مخې د نفوسو دریمه برخه له ښارونو څخه بهر په کلیو بانډو کې ژوند کوي او د ژوند ژواک توښه برابروي. کرکیله او مالداري بنسټیزې دندې دي. جګړو او طبعي افتونو په کلیوالو سیمو خورا بد اثر پریښی دی. بېخبنسټونه چې د اوبو لګولو د سیستم لپاره وو نړول شوي او خراب شوي دي، ځکه خو یې د معیشت کار نور هم ټکنی کړی دی.  

تر دمګړۍ د اټکل له مخې لږ تر لږه ۳ میلیونه افغانان د معلولیت له مختلفو ډولونو سره لاس او ګرېوان دي. نیم له دوی څخه د کار سن لري، خو د کار کولو لپاره هېڅ لاره نه لري. او که چېرې دا معلول اشخاص ښځې وي، نو د تبعیض له زیاتو ستونزو سره مخ کېږي. تجربې ښیي هغه معلولین چې غواړي په خپل مټ باندې ژوند وکړي زیاتره وخت د کوچنیو هټیو په کاروبار او یا هم د غالیو اوبدلو او ګنډولو کې خورا بریالي ثابت شوي دي.

سویډن کمېټې په ۲۰۱۸ کال کې څه وکړل؟

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ښځو او معلولینو ته په لومړیتوب له کلیوالو سره مرسته کوي، تر څو د خپلې کورنۍ لپاره د عوایدو سرچینې پیدا او ورڅخه ګټه واخلي.

د ځان مرستندویه ډلو (Self-Help Groups) غړي پیسې یوځای کوي او د پانګونې په شمول یې د خصوصي سوداګرۍ لپاره قرض ورکوي.د کورنیو اقتصاد حمایه کول ټولنیز موقف ته وده ورکوي. دا چاره د معلولینو او ښځو پروړاندې د تبعیض مخنیوی کوي او هغوی پرخپل ژوند متکي کوي.

د کال په اوږدو کې ځان مرستندویه ۷۴۸ ډلو (Self-Help Groups) له ۲۲.۵ ملیون افغانیو (۲۷۴۴۷۲۶ سویډیني کرونه) پیسې ټولې کړې دي. د سپما ګروپونو د ۱۲۲۸۷ غړو څخه یې ۷۲۲۹ تنه ښځې دي چې ۶۰۶ تنه یې د خپلو کورنیو مشري هم په غاړه لري، او ۴۱۶ تنه یې فزیکي او ذهني معلولیتونو درلودونکي دي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا ددغو سپما ګروپونو لپاره منظم لارښود د پیاوړي داخلي یووالي او اقتصادي بلوغ او تکامل لامل ګرځیدلی. په ۲۰۱۸م کال کې د داخلي پور ورکولو په کچه کې نور زیاتوالی هم راغلی و، چې په ټولیزه توګه د داخلي پور ورکولو کچه په بلخ او سمنګان ولایتونو کط ۱۸،۹ ملیونه افغانۍ (۲۳۰۲۰۰۰ کرونه) وې، په ننګرهار کې ۵،۹ ملیونه افغانۍ (۷۱۸۰۰۰ کرونه) وې. ټولټال ۲۱۷۹ تنو غړو د وړو تجارتونو د لګښتونو او یا هم د اړینو جنسونو د پیرلو لپاره د پورونو د اخیستلو په موسم کې پورونه ترلاسه کړي دي، ځکه خو د سویډن کمیټې د ټولنیزو تنظیموونکو د راپورونو پر بنسټ یې په کلنیو عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی را منځته شوی دی. دا پیسې شاید ډېرې کمې وبرېښي خو په دې هېواد کې د اکثریت خلکو ورځنی عاید له ۸ کرونه څخه لږ دی. همدا رنګه سویډن کمېټه دغو ډلو ته د سودا ګرۍ د پیل لپاره په ګټو نه ولاړ پورونه ورکوي.

په ۲۰۱۸م کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په ننګرهار ولایت کې د معیشت د بدلون لپاره عملي اقدام را منځته کړ او د فلزکارۍ او مبایل رغونې په برخو کې یې په ځايي مارکیټ کې فرصتونه رامنځته کړل. دې ته ورته، دا چې د ښځو د تګ راتګ په وړاندې محدودیتونه هم شته او عمومي ترجیح په کور کې کار کولو ته ورکړل شوې ده، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ګنډلو، ګلدوزۍ، د غالیو اوبدلو په برخو کې ۳۰۹ ښځو او ۹۶ نارینه وو ته د مارکیټ فرصتونه برابر کړل او دغه راز یې دوی ته په دغو مسلکونو کې د حرفوي زده کړو کورسونو زمینه هم برابره کړه. دغه راز د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د شیدو تولیدوونکو ته هم د دوی د اضافي تولیداتو لپاره د بازار میندنې نادر فرصتونه په خورا ښه بیه برابر کړل. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د تولید دوه ګروپونه تسهیل کړل، چې په ټولیزه توګه د ۹۰ کورنیو استازیتوب کوي. دغه کورنۍ په منځنۍ کچه د ورځې په حساب ۷۰۰ لیټره شیدې را ټولوي او په جلال آباد ښار کې یې د شیدو د پروسس په څانګو خرڅوي. د ۲۰۱۸م د جون او ډسمبر میاشتو تر منځ، دوی ټولټال ۴،۳ ملیونه افغانۍ (۵۲۰۶۰۰۰ کرونه) پیسې ګټلي دي، چې هرې کورنې ته ۴۷۰۰۰ افغانۍ (۵۷۸۶ کرونه) رسیدلي دي.

په بلخ او سمنګان ولایتونو کې، د ۱۶۰ ښځو ۲۰ تولیدي ګروپونه جوړ شوي دي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې دا خبره یقیني کړې ده چې په اقتصادي لحاظ تر ټولو کمزورې کورنۍ په دغه ټولیزه سوداګریزه ټولنه کې برخه ولري چې دوی ته یې بیلابیلې مرستې وړاندې کړي چې له مخې یې په منظمه توګه د ګټو لاسته راوړنې لپاره د سرچینو، تولیداتو او بازار میندنو کې لاسنیوی وکړي. د مثال په توګه، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د مؤسساتي مدیریت روزنیز کورسونه دایر کړل، چې د سرچینو پیدا کولو او بازار ته د عرضه کولو په هکله وو، او له تولیدوونکو ګروپونو سره یې د لوړ کیفیت تولیداتو په را منځته کولو کې مرسته وکړه. پر دې سربیره، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه به دغه ګروپونه وهڅوي چې د سپما له ګروپونو څخه د خپلو سوداګریزو چار د لا پراختیا او دوامداره کیدو له پاره پورونه ترلاسه کړي. دغه نوښتیزې چارې ښايي په ټولنه کې د ښځو خوځښت کې د پام وړ زیاتوالی راولي او دوی ته د اقتصادي ګټو فرصتونه برابر کړي.

ستونزې او ننګونې:

د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې د سویډن کمېټې له خوا د ښځینه تولیدي ګروپونو د فعال ساتلو هڅو نتیجه ورکړه؛ د دغو ګروپونو د غړو تر منځ په لوړه کچه یو پر بل باور موجود و، چې د لوړ کیفیت تولیداتو د تولید لامل شو. ځینو غړو د ځايي دوکاندارانو سره د سوداګرۍ او د ځايي مصرفوونکو سره د سوداګرۍ د فرصتونو په نظر کې نیولو سره سره د سرچینو په کچه او د کلستر په کچه د اخیستونکو پرخوا ګامونه واخیستل. خو، دغو ګروپونو په لوړه کچه د عایداتو ترلاسه کولو او د عمده فروشانو سره د ارتباط ټینګولو په لړ کې ښه پرمختګ ونه شو کړای چې خپل ورستي تولیدات وپلوري. یو له سترو خنډونو څخه د دوی خوارځواکي وه چې دغه ګروپونه ونه توانیدل د خپلو سوداګریزو سرچینو او د تولیداتو په لوړولو کې د خپلو ګټو بیا ځلې پانګونه وکړي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ته دا څرګنده شوه چې د تولیدوونکو ګروپونه وخت پر وخت مالي خدمتونو ته اړتیا لري چې له مخې یې د خپل تجارت پایښت یقیني کړي. تولیدي پورونه به د ۲۰۱۹م کال په بهیر کې د ښځینه تولیدي ګروپونو دغه یادې شوې اړتیاوې بشپړې کړي.