د ځايې ټولنو حکومتداري

مونږ د افغانستان ټولو وګړو ته پخپل حالت د اغیز لرلو د فرصت ډاډ ورکولو لپاره کار کوو.

د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ کچه ډیره ټیټه ده. په ادارو کې شخړي، فساد او بد انتظامی د سیمی د هغه اوسیدونکو ته چې خورا لږو فرصتونو ته لاسرسې لري، په ژوندانه کې بدلون راوستل آغیزمنوي. ولس ناتوانه دی او د خپل ژوندون لپاره هلي ځلي کوي خو هغوي د چارواکو په وړاندې د خپلو حقونو غوښتنه نشي کولاې. هغوي د خپل فکر سره سم اړین کارونو د ترسره کولو څخه پاتي دي.    

هر یوه د خپل نفوذ لرلو حق لري

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د کارونو یوه مهمه برخه په سیمه آیزه کچه د یوه آغیزمن حکومتدارې په برخه کې مرسته کول دي خو په سیمه آیزه کچه په داسې کارونو کې ګډون او د حقونو غوښتنه یو ستونزمن کار دې دا باید دومره ساده او اسانه کار ونه ګڼل شي. د واک او ځواک لپاره د دولت او د مخالفو ډلو ترمنځ شته شخړي حالت نور هم غیر یقینی کړې دې. په دوي کې تر ټولو زیات ځپل شوي زیانمیدونکي ډلي - ښځي، ماشومان او معلولیت لرونکو وګړو سره سره په کلیوالو سیمو کې اوسیدونکي بې وزله خلک دي. همدارنګه نورو ستونزو کې د دولت کمزورې، د وړتیا نشتوالې او د ځایي چارواکو محدوده منبعي دي.       

په ځايي پریکړه کونکو ادارو کې غیر مساوي استازیتوب یوه غټه ستونزه ده. ښځي او معلولیت لرونکي خلک پدغه ادارو کې د ګډون څخه بې برخي دي او پریکړو کې نه شاملول کیږي دا پدې مانا چې هغوي ته حقونه نه ورکول کیږي. او د هغوي ګټي د چارواکو او د کلیو د اوسیدونکو لخوا خوندي نه دي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه څه کوي؟
ځايي حکومتداري

ښځي او معلولیت لرونکي خلک هغه ډلي دي چې پریکړو کې نه شاملول کیږي. نو د همدې آمله دا د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ماموریت او دنده ده چې د دې ډلو ګډون پیاوړې کړي. پخپله ځان سره مرسته کونکو ډلو او د پرمختیايي شورا ګانو کې د دوي ګډون خورا مهم دې او دا ډول اداري باید په ټولنه کې په لویه کچه رامنځته شي.

د اړین بدلون د رامنځته کولو په موخه په زیات شمیر سیمو کې کوښښونه همغږي شوي دي. په کلیو کې پرمختیايي شوراګاني او اداري د خپلو کارونو پرمخ وړلو کې د پلان او د بودیجی سره سره د خپلو حقونو په غوښتنه کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د مرستو څخه برخمن دي. د سیمه ایزو ادارو کارکونکي د خپلو کارونو په ښه توګه پرمخ وړلو لپاره د کمپیوټر زده کړي ترلاسه کوي. او د ستاینی سره سره د چارواکو لخوا د دې زده کړو د غځولو غوښتنه هم شوي ده.

مونږ د ځايي شوراګانو په جوړولو کې او هغوي سره په کارونو کې مرسته کوو. دا شوراګاني د خپلو کلیو د راتلونکي او د زیانمنیدونکو ډلو په اړه پریکړو کې ګډون کوي. د هغوي دا کار خورا آغیزمن دې. د سویډن کمیټه د پروژي اداره کولو، د جنسیتي برابري یا مساوات او د شخړو د اوارولو او همدا رنګه د بشر د حقونو او قانوني ستونزو په اړه شوراګانو ته مشوري هم ورکوي. د کلیوالو لخوا په خپلو کلیو او بانډو کې د شوراګانو ټاکنه ترسره کیږي.

زیربنا - د پرمختګ لپاره لومړنې شرط

 په کلیوالو سیمو کې د سترو اړتیاوو لکه د څښاک د اوبو، د ښوونځیو د تعمیرونو او د نورو ټولنیزو آسانتیاوو لپاره پرمختیايي شوراګاني هر کال پرمختیايي پروژي پلي کوي. دوي د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سره خپل نظرونه شریکوي او لومړیتوبونه معلوموي. پدغه شوراګانو کې استازیتوب په پراخه کچه او ټولشموله دی. په ۲۰۱۵ کال کې د درې سوو څخه زیاتي پروژي لکه د برق د تولید کوچني بندونه، د څښاک د اوبو څاګاني، پایپونه، سړکونه، دیوالونه او د اوبو لګولو پروژي پلي شوي دي. کلي د سړکونو په وسیله ونښلول شول. دې پروژو سره ټولنیزي او اقتصادي پرمختیاي اړیکي ټینګي شوي دي.

نوي کارونه

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا په ۲۰۱۵ کال کې په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د دوامداره ځان بساینی د فرصتونو او د ځایي کنټرول په اړه آرزونه ترسره شوه. د دې آرزوني پایلو د تعقیب یا فالو آپ، ښه حکومتداری، روڼتیا او اداري برخه کې نیمګړتیاوي په نښه کړي. د دې ستونزو د اوارولو په موخه د سویډن کمیټې په ولسوالیو کې د ولسوالانو د ادارې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره کار پیل کړ.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه دا درک کوي چې روغتیايي خدمتونو په برخه کې روغتیايي شوراګاني کمزوري دي. دې شوراګانو کې په عمومی توګه ښځي او معلولیت لرونکي خلک استازیتوب نلري او همدارنګه دې شوراګانو پخپلو سیمو کې اوږدمهاله پرمختیايي پروژي ندې پلي کړي او نه يي د اړونده چارواکو سره اړیکي نیولي دي. په ۲۰۱۵ کې روغتیايي شوراګانو ته روزنه ورکړل شوه او د کارونو په پلانولو کې ورسره مرسته وشوه.

هغه کارونه چې بدلون رامنځته کوي

سربیره پر دې چې پرمختیايي شوراګاني د خلکو ژوند د ښه کولو لپاره پروژي پلي کوي دا خلکو ته دندي هم پیدا کوي. دې سره ښه او ډیر خوندي عاید نه یوازی د خلکو په ژوند آغیز لري بلکې په خپلواکه توګه هغوي ته نور فرصتونه هم رامنځته کوي. د دې سیمه آیزو پروژو یو مهم آغیز دا هم دې چې دا نور خلک هڅوي چې هغوي هم پدې کوښښونو کې ګډون وکړي او  پخپل پرمختیا ځواکمن شي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې موندني دا په ګوته کوي چې د دې کمیټې روغتیايي شوراګاني وخت په تیریدلو نور هم د ښه والی په لور رواني دي او خپلو کارونو کې بریالي دي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه او نورو ادارو ډیر کلونه دودیزه معلوماتو او روزنو سره کار کړې دې او هرراز هڅه يي کړي ده چې ځایي رسنیو کې ښکاره شي. مونږ ګورو چې د ماشومانو د حقونو په اړه عامه پوهاوې ډیر شوی اګر چې دا کار ورو ورو شوې دې. ډیري داسې بیلګي لرو چې ځايي چارواکي خپل مسئولیتونه په ښه توګه پرمخ وړي، د بیلګی په توګه د فزیوتراپي د کلینکونو مسئولیت په غاړه اخستنې او یا هم د بیارغوني په کلینکونو کې د نورو کارکونکو په ګومارنې سره. معلولیت لرونکي ماشومان دولتي ښوونځیو کې شاملول هم د پرمختګ یوه نښه ده.

چالشونه او ستونزي

شخړو او د امنیت بد وضعیت غزني ولایت ډیر آغیزمن کړې دې او دې سره د تعقیب یا فالو آپ فرصتونه هم زیانمن شوي دي. طالبانو په بریالیتوب سره ولسوالۍ په خپل کنټرول کې اخستي دي. همدا لامل دې چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې یو شمیر مخکې د مخکې نه پلان شوي هغه ناستي او ورکشاپونه چې د ځایي پریکړو کې د ګډون لپاره خورا ارزښت درلوده لغوه کړي دي. دا اندیښني په ځانګړي توګه هغه سیمو کې رامنځته شوي دي چیرته چې د سویډن کمیټه د ملي پیوستون پروګرام کې خپل کارونه ترسره کوي. د طالبانو په اند دا پروګرام د ځايي ټولنو په ځای دولت پیاوړې کوي. د دې د پایلو یوه بیلګه داده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه اړ شوه ترڅو د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ ۱۰۹ او د سمنګانو په دره صوف کې ۱۲ ټولنیزي شوراګانو سره خپلي همکارئ لغوه کړي او کارونه يي نورو سیمو ته ولیږدوي.