زه د خپل کلي اتل یم
“په لومړی ورځ چې خپل کلي ته له ویلچیر سره ننوتلم کلیوالو ته مې وویل چې زه نور ناتوانه نه یم، ستاسې د خدمتونو بدل به درکړم اوستاسې ترڅنګ به یم د خدای په فضل سره به مې د ژوند پاڼه په خوښیو واړوم”. ګل مراد
ګل مراد چې یو معلول دی نه یواځې خپل ژوند ته بدلون ورکړ بلکه خپلو کلیوالو ته یې سهولتونه هم رامنځته کړل چې په پایله کې د کلي اتل وپیژندل شو. زیات خلک په دې ګمان دي چې د انسانانو د بریالیتوب راز یواځی د بدن د سالمو غړو په شتون کې وي او معلولیت د اتلولي مخه نیسي، ددغو ګمانونو سره سره د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالی د باغ ذخیره کلي اوسیدونکی ګل مراد چې د یوې مرمۍ د لګېدنې له امله د ملا په برخه کی ټپي شوی و او په پایله کې فلج شو، د تګ توان هم نلري د خپل کلي د اتل په توګه پيژندل کیږي.
“ګل مراد وایي وروسته له هغې چې معلول شوم د نورو مرستو ته اړ شوم دغه کار به ډیر ځورولم، یواځې مي د شپیلۍ په غږولو خپل پام بدلولو” نوموړی وایي له نن څخه شپږ کاله وړاندې کله چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ وم، یو کس مې لیدو ته راغی او خپل ځان یې د سویډن کمیټې د بیا رغونی د پروګرام کارکونکی را وپیژنده او ددې ټکو په ویلو یی ډاډ راکړچې (نه یی شم کولی، یوه بهانه ده، ته ناتوانه نه یې) او زما تیر رنځونه یې د خدای پاک یوه ازموینه وبلله.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د تخنیکي پروګرامونو له ملاتړه وروسته اوس د ګل مراد ژوند د ښه والي په لور بدلون موندلی. نوموړی د سویډن کمیټې څخه د معلولینو ویلچیر تر لاسه کړ او همداراز یې له همدغه دفتره د پور په ترلاسه کولو خپل کلي کې د خوراکې توکو هټۍ هم پرانست. د هټۍ د پرانیستلو پریکړه ګل مراد وروسته له هغې وکړ،چي په کلي یې د خوراکي توکو د هټۍ اړتیا ولید، د نوموړي پریکړه ددې لامل شو چې اوس د باغ ذخیره کلي خلکو ته د خوراکي توکو د رانیونې اسانه زمینه برابره شوه او هم ګل مراد ته د عایداتو یوه سرچینه پیدا شوه. ګل مراد په غلو دانو هم پیر او پلور کوي چې دا کارهغه کروند ګرو سره مرسته ده چې په نغدو پیسو باندې د پیر توان نلري، د غلو بیرته پلورل د عایدو یو بله سرچینه ده چې ګل مراد ترې ګټه پورته کوي.
همداراز ګل مراد د خپلې هټۍ د پاسه د لمریزې بریښنا سیستم هم جوړ کړی چې د کلیوالو د موبایل بطري د ۱۰ افغانیو په بدل کی چارجوي. مخکې له دې د کلي خلک بریښنا ته لاسرسی نه درلود او دوی اړ وو چې د موبایل بطری چارجولو لپاره د ولسوالۍ بازار ته لاړشي.
ګل مراد د ولسوالۍ د هټیوالو باور هم ترلاسه کړی، نوموړی د تیلیفون له لارې د اړتیا وړ توکي پیري او د خپل ځوی په مرسته پیرل شوي توکي خپلی هټۍ ته انتقالوي.
که څه هم د سیمي دا هټۍ کوچنۍ ښکاري خو د کلیوالو ته ځانګړې اهمیت لري، خلک د ماښام لمانځه نه وروسته دغې هټۍ کې راټولیږي د راډیو خبرونه اوري، خپل تیلیفونونه چارجوي، همداراز د کلي ډېرو ستونزوباندې هم په همدې ځاې کې بحثونه کیږي او حل لارې چارې ورته لټول کیږي. په حقیقت کې ټولنیزې مشورې د کلي یا سیمې د پرمختګ لپاره ښه وسیله ده چې همدې معلول ورته په خپل کلي کې زمینه برابره کړې ده.
د کلي یو تن اوسیدونکی صوفی ظریف وايي”ګل مراد اوس په کلي کې د یوه مشر رول لري او هټۍ یې هم د یوه ټولنیز مرکز په توګه پیژندل کیږي، وروسته له دې چې ګل مراد کلي کې هټۍ پرانست موږ ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړل او موږ هره ورځ ددغه سړي ترڅنګ راټولیږو او د خپلو ستونزو لپاره د حل لارې پیدا کوو.
ګل مراد اوس د خپلې کورنۍ او د کلي اتل دی او د خپلې کورنۍ د شپږو غړو سره په خوشحالۍ وخت تیروي، هغه د خپلۍ هټۍ څخه د خپلې کورنۍ د مصارفو سربیره په میاشت کې ۸۰۰۰ افغانی سپما هم کوي. ګل مراد په پام کې لري چې راتلونکي کال خپله هټۍ لا نوره هم پراخه او ښکلې کړي.
ید.