صفي الله ”د ليد ستونزه مې له زده کړو نشي راګرځولی “
شپاړس کلن صفي الـله چې د نه ليدلو ستونزه لري ډير خوښ دی چې له نورو همزولو سره يو ځای د روښانه راتلونکي لپاره په ټولشموله ښوونځي کې د زده کړې وړتيا لري.
هغه د افغانستان لپاره سويډن کميټې د معلولينو پروګرام د چمتوالي زده کړو مرکز کې له زده کړو وروسته په ۲۰۱۳ زيږديز کال کې د جلال اباد ښار په استقلال ليسه کې شامل شو.
صفي الـله وويل، ”په ۲۰۱۱ کال کې مې د معلولينو لپاره د ځانګړو زده کړو ټولګي کې درس پيل کړ. دوه کاله مې هلته د بريل، رياضي، پښتو ليک او لوست او ديني زده کړې وکړې. له فراغت وروسته د استقلال ليسې په څلورم ټولګي کې شامل شوم. “
نوموړي په پنځم او شپږم ټولګي کې لومړی مقام ترلاسه کړ. بيا د سویې د ازموينې په پايله کې د اووم ټولګي پر ځای اتم ټولګي ته بريالی شو.
هغه زياته کړه، ”کله چې په ټولګي کې يم او استاذ تدريس کوي، ټول ورځني درسونه د بريل په ليک ياداښت کوم او بيا يې کور کې يادوم. زه داسې فکر نه کوم چې نابينا يم. زه هغه څه کولی شم چې زما نور ټولګيوال يې کولی شي. “
صفي الـله د ننګرهار د نابينايانو کرکټ ټيم غړی دی. نوموړي همداراز وويل، ”په نږدې وخت کې د ننګرهار، کنړ او بلخ ولايتونو د نابينايانو د کرکټ لوبډلو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې چې زه هم پکې ولوبيدلم. په دې سياليو کې له لوبيدو وروسته پر دې پوه شوم چې مونږ څومره وړتياوې لرو. “
د سهار لخوا صفي الـله ښوونځي ته ځي او له غرمې وروسته په مدرسه کې د قرآن کريم حفظ کوي. نوموړي وويل، ”زما مهالويش ته په کتو زه ډير بوخت يم. لکه څنګه چې د ورځې لخوا مدرسه او ښوونځي کې يم، ماښام بيا ورځني درسونه يادوم. په اوونيزو رخصتيو کې بيا له نورو همزولو سره د کرکټ لوبه کوم. “
د استقلال ليسې مدير احمدشاه اقبال يوځل د ځانګړو زده کړو ورکشاپ کې ګډون کړی او د معلولينو په فزيکي، اقتصادي، ټولنيزه او ښوونيزه بيارغونه کې د افغانستان لپاره سويډن کميټې د معلولينو پروګرام د هڅو ستاينه کوي.
هغه ټينګار وکړ چې زده کړه د هر کوچني حق دی. د افغانستان لپاره سويډن کميټه هڅه کوي چې معلوليت لرونکي کوچنيان په ټولشموله ښوونځيو کې زده کړو ته چمتو کړي او دا د دغه هير شوي قشر د غښتليا لپاره ډيره ارزښتمنه چاره ده.
د صفي الـله پلار سيف الرحمان جلال اباد ښار کې د ګرځنده مبايلونو هټۍ لري. هغه له سويډن کميټې منندوی دی چې زوی يې ورته د نورو زده کړو لپاره چمتو کړ. صفي الله يې مشر زوی دی. د هغه يو بل ځوی هم د نه ليدلو ستونزه لري.
هغه وویل، ”که رښتيا ووايم، د صفي الـله د راتلونکي په اړه ډير انديښمن وم. ما فکر کاوه چې زوی به مې پر ځان بسيا ژوند ونلري. زه اوس په دې باور يم چې د زده کړې په ترلاسه کولو سره به هغه روښانه راتلونکی ولري. “
صفي الـله هيله لري چې له ښوونځي وروسته د حقوقو پوهنځی ولولي تر څو نامتو حقوقپوه شي او د معلوليت لرونکو وګړو د حقونو په خونديتوب کې رغنده رول ولوبوي.