په میدان وردګ ولایتي روغتون کې د زاهدې ژوند وژغورل شو
اته کلنه زاهده، د روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال د ډسمبر په ۲مه نېټه په غزني ولایت کې په خپل کور کې ناروغه شوه. ددې خپلوانو نوموړې یوه شخصي روغتون ته بوتله. خو د هغې روغتیا ښه نه شوه، هغې د شدید نس درد، سر درد او زړه بدوالي احساس کاوه.
وروسته هغه بیا په غزني کې یوه بل شخصي روغتون ته انتقال یووړل شوه. تر ډېرو طبي کتنو او ازمیښتونو وروسته، ډاکټرانو ورته د قوي انتي بیوټیک (د باکټریا وژونکو) درملو نسخه په دې دلیل ورکړه چې د هغې معده او کولمې میکروبي شوي دي.
دا چې د هغې روغتیا ښه نه شوه، کوما (بیهوښۍ) ته لاړه، پلار یې (امین الله) پریکړه وکړه چې خپله لور کابل ته انتقال کړي. امین الله پرته له دې چې د ځايي شخصي روغتون طبي ټیم په ځان خبر کړي، زاهده یې د هغې له طبي تاریخچې سره یو ځای کابل ته د علاج په نیت له ځان سره کړل. کابل ته په لارو، هغه خپل یوه خپلوان ته چې په میدانښار کې دنده لري ټلیفون کوي، چې د خپلې لور د ناروغۍ په هکله مشوره ترې واخلي. هغه شخص ورته لارښوونه کوي چې خپله لور باید د میدان وردګ ولایتي روغتون ته چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا یې ملاتړ کیږي، راولي. د زاهدې پلار د خپل دوست مشوره مني خپله لور ولایتي روغتون ته راولي.
ډاکټر نجیب الله آدین وردګ، د ماشومانو د څانګې متخصص د زاهدې ټوله طبي تاریخچه ګوري، او وروسته بیا د ملاریا ناروغۍ طبي ازمییښت ورته تجویزوي. بالاخره د ملاریا ناروغۍ د ټسټ پایله مثبته را وزي، ډاکټران سمدلاسه زاهدې ته د ملاریا اړوند درمل ورکوي، په داسې حال کې چې هغه په کوما حالت کې ده، دوی د هغې درملنه کوي او د زاهدې روغتیايي حالت په چټکۍ ښه کیږي.
په میدان وردګ ولایتي روغتون کې د ماشومانو متخصص ډاکټر، نجیب الله آدین وردګ وايي: “د زاهدې وضعیت ډېر وخیم و، لږ نور ځنډ ددې د مړینې لامل کیدلی شو، ځکه په غزني ولایت کې ډاکټرانو زاهدې ته د باکټریا وژونکو درملو ډېر قوي ډوز ورکړی و، لکه سپټرازیلیم او وانکومایسین چې ډېر قیمتي درمل دي او موږ يې ماشومانو ته نه تجویزوو. کله چې ما ددې طبي تاریخچه وکتله، ما هغې ته د ځینو روغتیايي ټیسټونو تجویز وکړ، د دغو ټسټونو پایلو وښوده چې نوموړې د ملاریا ناروغي لري، پرون (د ډسمبر څلورمه) موږ دې ته د ملاریا ځینې معمول درمل ورکړل، او نن (د ډسمبر پنځمه) هغه په چټکۍ خپله روغتیا ترلاسه کوي.”
د زاهدې پلار امین الله، چې په غزني ولایت کې یو معمولي دوکاندار دی وايي: “د یوه معمول دوکاندار په توګه باید ووایم چې زه د خپلې کورنۍ د روغتیا لپاره خپل هر څه قربانولی شم، خو د یادونې وړ ده چې زموږ په ټولنه کې ډېر داسې خلک شته چې د دا ډول لګښتونو توان نلري، او یو شمیر ډاکټران هم شته چې دوی ته د انسان ژوند اهمیت نه لري، دوی یوازې د خپل عاید په هکله فکر کوي، نه د انسانیت په هکله”.
ښاغلی امین الله زیاتوي: “ما په دوه ورځو کې د ۲۰۰۰۰ شاواخوا پیسې مصرف کړې، زه د خپلې لورې د ژوند د لاسه ورکولو په خاطر ویریدلی وم، له ښه بخته زما خپلوان ماته ښه مشوره راکړه، زه د زړه له تله د سویډن کمیټې د ډاکټرانو د وړیا خدمتونو څخه مننه کوم، که ما خپله لور دلته نه وای راوستلې، ما به ښايي ددې ژوند له لاسه ورکړی و، ځکه ددې وضعیت د روغتون د ډاکټرانو له خوا وخیم ښودل شوی و”.