په کونړ کې د ولسونو د ژوند ښه والي په موخه ۵۵ میلیونه افغانۍ مصرف شوي
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د هیواد په ختیځ کونړ کې د ځايي ټولنو په همغږۍ سره د هاغه لس ټولنیز پرمختیايې پروژو کارونه سرته ورسول چې د ټولني لخوا يې غوښتنه شوي وه.
د شیګل اوسیدونکی مولوی عبدالرحمان، چرته چې د دې کمیټې لخوا د ځښاک د اوبو پروژه پلی شوه د ټولنیز پرمختیايې کارونو لپاره د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې څخه مننه وکړه. د هغه په وینا دغه پروژي به د سیمی د اوسیدونکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
ښاغلی مولوی عبدالرحمان وای: ((زمونږ ماشومانو به د ونو د سیوري لاندې زده کړي کولي. مونږ د ښوونځی لپاره تعمیر نه درلوده همدارنګه مونږ به د ځښاک لپاره اوبه د سیند څخه راوړلي. په شیګل کې د سیند څخه د اوبو راوړل د ښځو او ماشومانو دنده وه. هغوي به تل ځوریدل او ستړي ستومانه به وو خو بل پلو دلته د سیند د ککړې او ناولی اوبو له آمله هر یو کس ناروغه وو. خو اوس مونږ نه یوازې د ښوونځیو لپاره تعمیرونه لرو بلکې د ښوونځیو ګردچاپیره دیوالونو کې زمونږ ماشومان خوندي هم دي. همدارنګه د څښاک پاکو اوبو له آمله زمونږ ژوند هم اسانه شو)).
د څښاک د اوبو د رسولو یانې د پایپ سکیمونو د څلورو پروژو په ګډون د څلورو ښوونځیو او د زده کونکو لپاره د کرکټ لوبو لپاره د پیچونو د جوړولو په دغه پروژو ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلې چې د سویډن هیواد د پرمختیايې ادارې یا سیډا لخوا تمویل شوي دي.
د څښاک د اوبو دې پروژو سره د اتلس کلیو د اته زرو نه زیات اوسیدونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسې ومونده همداراز د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا د دولس زره میرمنو په ګډون ۲۷ زره خلکو ته د حفظ الصحی په برخه کې روزنه هم ورکړل شوه.
د کونړ ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاست رئیس ښاغلی جبارخیل وايي: ((ټولني په سویډن کمیټې باور لري او همدا وجه ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه خپل ټول کارونه د ولسونو د فرهنګ او عنعناتو سره سم پرمخ وړي. که چرته د سویډن کمیټه د ولسونو فرهنګ او عنعناتو ته درناوی ونلري نو خامخا دا کمیټه د خپلو پروژو په پلی کولو کې ستونزو سره مخامخ کیږي.))