معلولیت ناتوانی نه ده

خاطره او یاسمین اوبدل زده کوي. دا دواړه هر کال خپل اوبدل شوي شیان لکه روجايې ګاني، د ټلویزیونونو پوښونه او د ودونو توکي بازار کې پلوري. دې کار سره خاطره او یاسمین د خپلو کورنیو سره اقتصادی برخه کې مرسته کوي.
خاطره وايې چې د معلولیت له امله هغي په ماشومتوب کې خپلو همزولو سره هیڅکله یم لوبي ندي کړي. د دې حالت له امله زه هیڅکله خوښه نه وم او تل خفه به وم. خو اوس د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ما ته او زما خور یاسمین ته د حرفوي زده کړو یو فرصت برابر کړ. د اوبدلو حرفوي زده کړي مونږ ته د یوي روښانه راتلونکي د لرلو هیله مند کړي یو. هغه وايې چې زه غواړم کار وکړم او د خپلو وریرونو او خورزو د زده کړو په خاطر پیسي سپما کړم. چې هغوي یو خوشاله ژوند ولري.
د یاسمین او خاطري مور وايې چې په غزني کې په لاس شوو توکو بازار ښه دې. کورنۍ له مونږ څخه د توکو د اوبدلو فرمایش کوي. زما لوڼي ډیر ښکلی توکي اودلوي او اخستونکي دغه توکي نورو ته تحفه کوي. د دواړه د خپل پلار سره د کور په اقتصاد کې مرسته کوي.
دواړه خویندو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې څخه په کافی توګه پور لاسته راوړی. چې دوي سره د خام موادو په اخستلو کې مرسته کوي.
خاطره، یاسمین او د دوي پلار په هیواد کې د ۱۹۹۳ کال د جګړو ښکار شوي وو. هغه وخت خاطره یواځی نهه کلنه او یاسمین اووه کلنه وه چې د هاوان مرمۍ د هغوي په کور ولګیده. د هاوان د مرمۍ چاودیدلو له امله دواړه خویندي ټپي شوي او د هغوي د پلار لاس پرې شو. هغوي بیا د خپلی کورنې سره کابل ته راغلي. خو د وخت په تیریدلو سره هغوي پوه شو چې خاطره او یاسمین خپلو پښو ته حرکت نشی ورکولی له همدې امله دواړو خویندو خپل ماشومتوب د کاله دننه تیر کړ.