“له انسانیت سره مینې اړیستلې یم، تر څو کلی له ښاره غوره وګڼم”
د میدان وردګو ولایت د ټوپ دښتې روغتون نسايي ولادي متخصصه خدیجه جغتوواله وايي چې په کلیو او بانډو کې د میندو درملنې ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او اقتصادي وضعیت دوی ته اجازه نه ورکوي، ترڅو خپل مریضان کابل ته ولېږدوي، نو له همدې امله دا هر ورځ له کابل څخه یاد روغتون ته راځي.
مېرمن جغتوواله له یوکال راهیسې د سویډن کمېټې په دې لس بستریز روغتون کې دنده تر سره کوي، داچې هغه کومې ستونزې ګالي ترڅو له امیدوارو مېرمنو سره په دې سیمه کې مرسته وکړي، یوازې هغه ډاکترانې یې حس کولی شي چې په لرې پرتو سیمو کې کار کوي.
جغتووالې وویل چې پلار یې دا هڅولې ترڅو دلته د بېرته پاتې ټولنې لپاره کار وکړي. هغه وايي: ” کله چې د یوې مور پر شونډو له عملیاتو وروسته مسکا وینم او ګورم چې د هغې نوي زېږېدلي ماشوم ته مې د الله په مرسته د هغه مور بېرته ورکړه، له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاییږم. ز ما لپاره د ژوند تر ټولو خوږه شېبه همدا وي.”
د ټوپ دښتې دا روغتون، چې خدیجه ورته هره ورځ له کابل څخه راځي، د میدان وردګو ولایت سویل پلو۱۴ کلیومترۍ کې موقیعیت لري. په منځني ډول د ورځې د ۲۵۰ ناروغانو درملنه ورپکې سرته رسېږي.
دا روغتون دوه عاجلې خونې، یوه عملیات خانه، ۱۰ بستره او په امبولانس باندې مجهز دی. د اکسرې نشتوالې، د التراسونډ غیر فعال والې، د درملو او لابراتوار محدودیت هغه څه دي چې د ښې درملنې مخه یې نیولې ده خو بیا هم د میدان وردګو ولایت له لېرو پرتو ولسوالیو چې شا او خوا ۸۰ کیلومتره فاصله لري خلک د درملنې لپاره دې روغتون ته راځي.
د ورځې یوولس بجې دي لا هم د روغتون په انګړ کې د مریضانو ګڼه ګوڼه ډېره ده او له روغتون څخه بهر ولاړ موټر لاهم د مریضانو د ورتلو لاره څاري.
دا روغتون چې د خدیجې په شان له احساس څخه ډک ډاکتران ورپکښې دنده تر سره کوي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې د خدماتو وړاندې کول د سویډن کمېټې پرغاړه دی، خو د دې روغتون یادو ستونزو د هوارولو لپاره نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي.
نوراغا صدیق زی
د اړیکو مسوول
مرکزي سیمه ایز ادارې دفتر
د اړیکو شمیره: ۰۰۹۳۷۷۵۱۵۰۶۸۳