حیض – یوه محرم موضوع او د انجونو د زده کړو لپاره یوه خنډ
کله چې انجونې په افغانستان کې د حیض په اړه خبرې اترې کوي، نو پدې صورت کې یوه د بل په غوږ کې پټ غږېږيچې بل څوک یې اورېدلی ونشي. خو اوس د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې لخوا ۷٫۰۰۰ د ښوونځۍ انجونو ته دا وروښودله چې د حیض په وخت کې څه ضروري دي. د دې تر څنګ، دوۍ به په ښوونځیو کې پاکو تشنابونو ته لاسرسی ولري.
ښوونکې د حیض په اړه معلومات نه لري او نه غواړي چې د داسې حساسو موضوعاتو په اړه د زده کونکو سره خبرې اترې وکړي. آریا فاروقي، څوک چې په دغه نږدې وختونو کې د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې له خوا د خلکو د پوهاوي لپاره په هغو سیمو کې په کار ګومارل شوې ده چیرته چې د حیض د دورې د پاکوالې لپاره نوې پروژې عملي کیږي، هغه وایي، کله چې انجونې د حیض په حالت کې وي نو هغوۍ په کور کې پاته کیږي او ښوونځۍ ته نه ځې، او د زده کړو څخه شاته پاته کیږي.
د سمنګان ولایت د فیروز نخچیر په ولسوالۍ کې نن ورځ د ښوونکو لپاره زده کړې ورکوي. د دغې پروژې له فعالیتونو څخه د یوه بهرني نارینه وګړي لیدنې، د ښځینه ښوونکو د ډېرو اندیښنو سبب وګرځید. یو دلیل یې دا هم وو چې تر اوسه پورې فیروز نخچیر داسې یو ځاۍ وو چې هلته هیڅ بهرنیان د امنیتي ستونزو له امله نه و تللي. تر دې هم دا مهمه ده چې دا داسې یوه پروژه ده چې د یوه محرم موضوع سره تړلې ده، ځکه چې د هیڅ نارینه څخه دا غوښتنه نه شي کیدای چې د دې موضوع په اړه د ښځو سره خبرې وکړي. په دغه زده کړو کې ګډون کونکي ښوونکو په مکمله توګه ځانونه پټ کړي دي او هیڅ یو یې نه غواړي چې مرکه وکړي.
آریا فاروقي داسې پوسټرونه ښیي چې خلک په دې خبر کړي چې څنګه د حیض په وخت کې پاکوالي ته پام وکړي او څنګه د حیض وسایلو ته پاملرنه وکړي. ښوونکو ته دا ور ښودل شوي دي چې ځوانو انجونو ته په ښوونځیو کې دغه پوهاوی ورکړي. د دې لپاره چې انجونې په کورونو کې ملاتړ ترلاسه کړي، د دغې پروژې له لارې به ۱۰۰۰ میندو ته درس ورکړل شي.
آریا فاروقي وویل: “دا دوهمه ولسوالۍ ده چیرته چې زه د ښوونکو لپاره زده کړې ورکوم. په لومړي دوره کې ما دا زده کړل چې ځینې غلت فکرونه موجود وو. ځینو ښوونکو فکر کاوه چې د حیض د وسایلو کارول ګناه لري او داسې یې انګېرله چې که تاسې د دغو وسایلو څخه استفاده وکړۍ نو خپل بکارت به له لاسه ورکړۍ.”
په ښوونځیو کې ناپاکه او غیر صحې تشنابونه یو بل دلیل دۍ چې د حیض په دوره کې اکثره انجونې ښوونځې ته نه ځي او په کورونو کې پاته کیږي.
د بلخ، سمنګان، او لغمان په ولایتونو کې په دغه پروژه کې ۵۰ ښوونځیو ګډون کړی دۍ، او د پوسټ لاټري له لارې یې بودیجه ورکول کیږي. په هره ښوونځۍ کې به یو پاک تشناب جوړشي، چیرته چې انجونې به خپل د حیض وسایل بدلوي اوخپل ځان به مینځې. کوم تشنابونه چې اوس په ښوونځیو کې شته دي ناپاکه او غیر صحي دي. دا یو بل دلیل دی چې د حیض په وخت کې انجونې په کورونو کې پاته کیږي او ښوونځیو ته نه ځې.
بیون لیند
د ارتباطاتو مدیر
د اړیکو شمیره
+۹۳ (۰)۷۹۴ ۶۴۰ ۲۴۳