حمزه: ” زه غواړم انجنیر شم!”
لس کلن حمزه، چې اوسمهال د کابل په پاس ارغندۍ کلي کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا د کوچیانو لپاره په جوړ شوي کلیوالي ښوونځي کې د شپږم ټولګي زده کوونکی دی، د خپل روښانه راتلونکي جوړولو فکر او لرلید لري. دی په خپل ټولګي د ممتازو زده کوونکو له ډلې څخه دی، چي په ریاضي او د ژب لوست په مهارتونو کې یې پوښتنو ته بشپړ ځوابونه وویل.
له حمزه مو وپوښتل چې په راتلونکي کې څه غواړې چې جوړ شې؟ ویې ویل: “زه غواړم په راتلونکي کې انجنیر شم!” هو دا د یوه کوچي ماشوم د زړه هیله ده چې په راتلونکې کې غواړي دغه هیله په حقیقت واړوي.
حمزه ددې پوښتنې په ځواب کې “چې کله انجنیر شې څه کارونه به کوي؟” وویل: “چې کله انجنیر شم زه به پلونه، سرکونه او مکتبونه به جوړوم. زه به د خپل وطن او خلکو خدمت کوم.”
د حمزه په څیر د هیواد زرګونه ماشومان، په نا امنو شرایطو کې درسونه وايي، تقریباً ټول ماشومان په هیواد کې د تلپاتې سولې او امن ارمانجن هم دي، ځکه که سوله او امن وي، دوی به خپلو هدفونو ته په ښه توګه ورسیږي. خو له بده بخته تر دې دمه زیاتره ماشومان چې د حمزه په شان د راتلونکي لپاره ښه ارمانونه لري، د دوامداره نا امنیو او جګړو له لاسه د خپلو هدفونو له مسیر څخه اوښتي دي.
حمزه هم خپل کلي ته څیرمه د کابل کندهار په لویه لار د اوړي په بهیر کې د سختو جګړو حکایت کوي. دی وايي: “په اوړي کې جنګونه ډیر وو، خو شکر زموږ د ښوونځي څوک په کې ژوبل شوي نه دي، یوه ورځ زموږ ټولګي ته هم یوه مرمۍ راغله زما د دوه ټولګیوالو تر منځ تېره شوه او په دیوال ولګیده، خو شکر څوک ورباندې ژوبل نه شول”.
حمزه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې څخه مننه کوي چې ده ته یې د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړې ده. دی وایم د خوښۍ احساس کوم چې موږ ته په دې لرې پرته سیمه کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ښوونې او روزنې پروګرام په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې تر دې مهال پورې ۱۶۴۹۲ تنه شاګردانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړې ده، چې ۱۲۲۱۲ تنه یې نجونې او ۴۲۷۸ یې هلکان دي. د دغو ماشومانو لپاره یې ۷۰۹ تنه (۵۵۳ نارینه او ۱۵۶ تنه ښځینه) ښوونکي د ۶۲۵ کلیوالي ښوونځیو لپاره په ۳۱۶ کلیو کې په دندو ګمارلي دي.