ډاکټر عید محمد ملاخیل: “په کورونا ناروغۍ اخته کیدل د مړینې په معنی نه ده”
ډاکټر عید محمد په میدان ښار ولایتي روغتون کې د کورونا (کویډ-۱۹) په ګوښي وارډ کې د ډاکټر په توګه نوی ګمارل شوی دی. دی د خلکو د خدمت کولو جذبه لري. ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې دغه له ننګونو ډکه دنده ومنله، وايي: “ددغې دندې د منلو تر ټولو ستره انګیزه خلکو ته خدمت ترسره کول دي، نور هیڅ هم نه دي او دا په حقیقت کې زما د کوچینوالي یوه هیله وه چې د خلکو خدمت وکړم.”
ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا کورنا ناروغي ډیره خطرناکه ده او خلک باید ډیر ځنې وډار شي؟ ډاکټر ملاخیل وویل: “په نورو هیوادونو کې چې د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې کچه لوړه ده، لامل یې د خلکو رواني فشار او ژور خفګان دی. باید ووایم چې په کورونا ناروغۍ اخته کیدل د مړینې په معنی نه ده، او دا هم باید ووایم چې په کورونا اخته شوي کس سره تماس هم په دې معنی نه دی چې موږ په ویروس ککړ شوو، که چیرې موږ یو له یوه مشکوک کس سره په تماس کې شو، باید سمدلاسه تشناب ته لاړ شو، لاسونه مخ او ټول ځان باید په صابون پاک ومینځو، جامې بدلې کړو. په دې معنی چې موږ کولی شو په ګرمو اوبو او صابون سره ویروس له مینځه یوسو. موږ باید په ذهني توګه له کورنا سره د مقابلې په وړاندې ځواکمن و اوسو.”
د میدان ښار ولایتي روغتون د خدمتونو په هکله ډاکټر عید محمد وايي: “په ولایتي روغتون کې موږ د کویډ-۱۹ ناروغانو لپاره ۲۵ بستریزه ګوښې څانګه لرو، چې دا بیا د میدان ولایتي روغتون له اصلي څانګې څخه لرې (تقریباً یو کیلومتر فاصله) کې موقعیت لري. موږ دلته دوه جلا ودانۍ لرو، یوه وداني د خدمتي کارکوونکو لپاره ده او بله یې د کورونا ناروغانو لپاره ده، چې هغې ودانۍ ته له مسؤولو اشخاصو پرته بل چاته د ورتللو اجازه نشته. د کویډ-۱۹ ناروغانو وداني هم په دوه جلا برخو ویشل شوې ده، یوه یې د مشکوکو ناروغانو لپاره ده، بله برخه یې د هغو ناروغانو لپاره ده چې ناروغۍ یې تثبیت شوي دي. موږ د جدي څارنې خونه هم لرو چې د اکسیجن تولیدولو، د زړه ګراف، ایکسرې، کارډیا مانیټور، سکشن او ځینو نورو وسایلو باندې سبمال ده.”
د ډاکټر ملاخیل په وینا، تر دې مهاله دوه کورنا ناروغان چې نتیجې مثبتي دي په ځانګړې خونه کې بستر دي، دی وايي: “تر دې مهال (د حمل ۲۵مه – ۱۳۹۹) پورې موږ ټول د ۲۱ تنو سمپلونه د معایناتو لپاره د کابل مرکزي لابراتوار ته استولي دي، چې له دې ډلې یوازې د دوو تنو د سمپلونو نتیجې د کویډ-۱۹ ناروغۍ مثبتې دي، چې دوی زموږ په ځانګړي څانګه کې بستر دي.”
د دغو دوو تنو ناروغانو د روغتیايي وضعیت په هکله ډاکټر ملاخیل وايي: “تر دې مهال پورې زموږ د دوه په کورونا اخته کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی، او ورځ په ورځ د دوی په روغتیايي حالت کې ښه والی را منځته کیږي، موږ هیله من یو چې دوی به ډیر ژر روغ رمټ شي.”
په پای کې ډاکټر ملاخیل عامو وګړو ته پیغام لري وايي: “زه له خلکو غوښتنه کوم چې دوی باید په کور پاته شي. زه په خلکو غږ کوم چې په ویټامین سي غني خواړه لکه میوې او ترکاري وخوري، چې د بدن دفاعي سیسټم یې پیاوړی شي، په دې توګه به ټول د ویروس له یرغل څخه خوندي و اوسو”.