دافغانستان لپا ره دسوېډن کمېټې لخوا؛ دتخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې ۱۳ کلیو ته دڅښاک پاکو اوبو زمینه مساعدوي.
دتخار ولایت والي دڅښاک پاکو اوبو دپروژې کار؛ چې دشمال ختیځ زون دسوېډن کمېټې دکلیوالي پرمختیا برنامې لخوا تطبیقیږي، چارې پیل کړې (دبنسټ ډبره کېښودله).دغه پروژه په رستاق ولسوالۍ کې دبخمل باسي کلي ته او دهغې شاوخوا ۱۲ نوروکلیو ته چې داوبو دنشتون له وجې له ستونزو سره مخ دي؛ پاکې اوبه رسوي ، ددې پروژې په تطبیق سره به په وړیا ډول له ۳۵۳۹ څخه زیاتې کورنۍ دڅښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
په جریان ددې مجلس کې دتخار والي داکتر فضل الله مجددي دخپلو خبرو په ترڅ کې دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې ددې اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل « په رستاق ولسوالۍ کې داوبو ډېرې منابع شته مګر دسالم مدیریت دنشتون له وجې ددې ۱۳ کلیو داوسېدونکو لاسرسی پاکو اوبو ته کم کړیده».
همدارنګه په جریان ددې غونډه کې داکتر احمد خالد فهیم څرګنده کړه چې دسوېډن کمېټه ددې پروژې تطبیق کولو ته متعهده ده او اطمینان درکوي چې ددې پروژې په تطبیق سره به دپاکو اوبو دلاسرسي په برخه کې دخلکو ستونزې حل شي.
دپاکو اوبوبرابرولودا پروژه په دریو مرحلو کې طرح او ډیزاین شوېده ، چې هره مرحله به یې د یو کال موده په برکې ونیسي او د۲۰۲۰ کال په وروستیو کې به تر تکمیلېدو ورسیږي.
ددې پایپ سکېم اوږدوالی ۴۵ کیلومتره دی چې دیوې لویې ذخیرې اوڅو نورو کوچنیو ذخیرو درلودونکی دی ، چې اوبه له څاه څخه اخلي او کورونو ته یې رسوي.
ددې پروژې لګښت ۶۵ میلیونه افغانۍ دی چې دسوېډن کمېټې دنړیوال پرمختیايي آژانس لخوا په مصرف رسیږي ، دتطبیق له پلوه دا یوه ترټولو سخته پروژه ده ځکه چې ذکرشوي ۱۳ کلي په غرنیو ساحو کې قرار لري او دسختو لارو درلودونکو؛ سیمو له ډلې شمیرل کیږي.
بای جان دبخمل باسی کلي دپرمختیايي شورا رئیس وایي چې هر کال زیاد شمیر ددې کلي خلک دګردې ، معدې او مرګوني نس ناستي په مرضونو اخته کیږي چې له وجې یې یو تعداد ماشومان او حیوانات مړه کیږي، ددې پروژې په تطبیق سره به هغه ماشومان چې دولسوالۍ له مرکز څخه به یې خپل کلي ته اوبه وړلې او له ښوونځي څخه پاتي شوي ول، بېرته خپلو ښوونځیو ته ستانه شي، ونې چې داوبو دنشتون او وچکالۍ له وجې زیانمنې شوې وې، دوباره را ژوندۍ شي او مرضونه به کمبود پیدا کوي.
پدې غونډه کې دتخار والي ښاغلي فضل الله مجددي ، دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې دبرنامو مسؤل داکتر احمد خالد فهیم ، دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې دتالقانو دساحوي دفتر عمومي مسؤلې نجیبه سنجر، دتخار ولایت دکلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست رئیس انجینر صبغت الله نظري، مشرانو او درستاق ولسوالۍ خلکو ګډون کړی وه.