د سویډن نړېواله پرمختیایې اداره په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته ژمنه ده
کارین یمتین د سویډن د نړېوالې پرمختیایې ادارې مشرې پرون د ۲۰۲۱ کال د آپرېل په ۲۱ نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې خپل ژمنتیا څرګنډه کړه: ” مونږ په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو “
دا غونډه په افغانستان کې د سویډن د سفارت له خوا د سویډن د کمیټې سره په همغګۍ، د ښوونې او روزنې په برخه کې د پرمختګ، شته ننګوونې او تعلیمی نصاب ته د بیا کتنې په موخه جوړه شوې وه. پدې ناسته کې د سویډن د نړېوال پرمختیایې ادارې مشرې کارین یمتین په ګډون د سویډن د کمیټې د رهبري پلاوې دانیال مډاني، احمد خالد فهیم ینس روسزبرګ، د ښوونې او روزنې د وزارت معین ډاکټر عطاولله واحدیار، د سویډن د کمیټې د ښوونې او روزنې برخې مسئوولین هر یو محمد طاهر عصمت او چارلس اولاکا، د یونسکو پلاوې جورډن نایدو او په افغانستان کې د سویډن د سفارت پلاوې لوټا ویستبرګ او مېرمن زهره سحر ګډون درلود.
کارین یمتین د خپلو خبرو په پېل کې له ټولو ګډونوالو څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې د تېرو کلونو د ښه پرمختګ او ټولو لاسته راوړنو له امله مننه وکړه. او همدارنګه، د ښوونې او روزنې په برخه کې د لاسته راوړنو د ساتلو او لا پرمختګ لپاره یې په پر نورو هڅو ټینګار وکړ.
هغې په افغانستان کې د ښوونځیو، ښوونکو او د روزل شوو ښوونکو نشتون، ښوونځیو ته د نجونو نه لاسرسي، نا امني، مخکې له وخته ودونه، ناوړه دودونه او فقرد ښوونې او روزنې په برخه کې له اساسي ستونوزو څخه وشمېرل.
ډاکټر واحدیار د ښوونې او روزنې د وزارت محترم معین د سویډن د نړېوال پرمختیایې ادارې څخه د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه او وویل: ”ارینه ده چې د پرمختیا په برخه کې ښوونې او روزنې ته لومړیتوب ورکړل شي“
چارلس اولاکا د سویډن د کمیټې د ښوونې او روزنې د برخې متخصص وویل: ” که په افغانستان کې د را روانې سولې پایله مثبته وي نو مونږ باید ښوونځیو ته د ډېرو زده کوونکو د راتګ لپاره چمتوالې ولرو.“
هغې زیاته کړه: ” د سویډن کمیټه هغه انجونو او مېرمنو ته چې د مخې یې له کومې ستونزې له امله ښوونځۍ پرې ایښې وي د کلیوالي او رهنما ټولګیو له لارې د ښوونې او روزنې زمینه برابروي. ترڅو هغوي وکولۍ شي خپلو زده کړو ته د رسمي سیسټم له لارې دوام ورکړي.“
همدار رنګه، د یونسکو دفتر مشر جورډن نایدو د یادو شوو برخو سربېره غوښتنه وکړه چې د با کیفیته ښوونې او روزنې په خاطر د ښوونکو په روزلو نوره پانګه اچونه وشي.
کارین یمتین د غونډې په پاې کې ټولو ته وویل: ”مونږ خپلو مرستو ته دوام ورکوو او د نجونو په تعلیم او هغوی ته د ښه تعلیمی چاپېریال په برابرولو تینګار کوو. “