د ښوونځي جوړولو ته مو مخکې له مخکې ځمکه وقف کړې ده
استاد احمد ضیا ذهین، د سید آباد ولسوالۍ، د شیخ آباد درې د ډاګ بغرۍ کلي اوسیدونکی او د دغه کلي د ښوونځي د شورا رئیس دی. نوموړی لکه څنګه چې په ونه دنګ او په هډونو ځواکمن انسان دی، دغسې په معنوي لحاظ هم د سترو سترو ارادو او ارمانونو خاوند دی، نوموړی د خپل یوه سپیڅلې هدف په هکله وايي: اراده او قصد مې دا دی چې په راتلونکو دریو کلونو کې په خپل کلي کې ماشومانو ته داسې ښوونځی جوړ کړم چې ښکلې وداني ولري، ښکلې شنه ساحه او د ماشومانو د لوبو ډګر او وسایل ولري، هو موږ د ښوونځي له پاره ځمکه مخکې له مخکې وقف کړې ده.
استاد احمد ضیا ذهین تیر کال له ډېرو هلو ځلو او منډو ترړو وروسته د ډاګبغرۍ کلي د وړو نجونو له پاره د سویډن کمیټې په ملاتړ د لیک لوست لومړی ټولګی جوړ کړ، نوموړی د خپلې تجربې په هکله وايي: په لومړیو کې له ډېرو سختیو سره مخ شوو، د ماشومانو والدینو له موږ سره همکاري نه کوله، ښه مې یاد شي خلکو به را پسې ډول ډول خبرې کولې، مګر د وخت په تیریدو سره هر څه سم شول او زموږ هلو ځلو نتیجه ورکړه او د کلي خلک د خپلو ماشومانو ښوونځي ته لیږلو کې مرسته وکړه.
نوموړی د ډاګ بغرۍ کلي د نجونو د ښوونځي په هکله زیاتوي: اوسمهال دوه ټولګي لرو، په لومړي ټولګي کې ۳۳ نجونې او په دویم ټولګي کې ۲۷ نجونې درس وايي، کله چې د ټولګیو شمېر ۶ ته ورسیږي، بیا د افغانستان له پاره د وسویډن کمیټې له موږ سره د ښوونځي د ودانۍ آبادولو ژمنه کړې ده، هو زموږ د کلي او ولس خلک به د ښوونځي په جوړولو کې فعاله مالي او ځاني برخه اخلي، ان شاءالله موږ به خپل دې سپیڅلي هدف ته رسیږو.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې په دې ډېر ټینګار کاوه چې والدین باید خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي، ځکه همدا ماشومان د وطن راتلونکی جوړوي او د وطن راتلونکی له ښوونې او روزنې پرته په بل څه نه جوړیږي.