د معلولیت لرونکو زده کوونکو سره د مرستو هوډمن ښوونکي او زده کوونکي
لس کلنه نادیه، د بلخ ولایت د مولا علي ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکې، په بلخ ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې د ټول شموله زده کړو او ځانګړو زده کړو پروګرام تر ټولو کوچنۍ ګډون کوونکې ده. دا پروګرام په دې موخه را منځته شوی چې زده کوونکي او ښوونکي د بریل او اشارې ژبې سره آشنا شي چې وکولای شې د معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره په ښوونځیو کې مرسته وکړي.
نادیه وایي: “خدیجه زما ټولګیواله د اوریدو ستونزه لري او هغې سره افهام او تفهیم ستونزمن کار دی ځکه چې څوک د اشارې په ژبه نه پوهیږي. اوس ما په دې پروګرام کې ګډون کړی او د اشارې په ژبه پوهه شوم او کولای شم چې خدیجې سره مرسته وکړم او همدارنګه په ټولګي کې نورو زده کوونکو ته د اشارې ژبې ښوونه کوم.”
په اشاري ژبه او بریل نه پوهیدلو په ښوونځیو کې د زده کوونکو او ښوونکو لپاره ستونزې رامنځ ته کړي دي او هغه معلولیت لرونکي زده کوونکي چې په عامه ښوونځیو کې شاملیږي، د ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.
په شمال کې د سویډن کمیټې د زده کړو پروژې مسؤول، محمد اکبر قاطع وایي: “هڅه کوو ترڅو زده کوونکو او ښوونکو ته د ټول شموله زده کړو، ځانګړې زده کړې وړاندې کړو چې هغوی وکولای شي معلولیت لرونکو زده کوونکو ته ښونځیو کې مرسته وکړي. آر موخه د آسانتیاوو رامنځ ته کول، د زده کوونکو د ستونزو له مینځه وړل او د هغوی ادغام په ټولنه کې دی.”
په دې پروګرام کې د مزارشریف د بیلابیلو ښوونځیو څخه 40 تنه زده کوونکو او ښوونکو برخه اخیستې وه. دوی خوښ دي چې د معلولیت لرونکو زده کوونکو سره مرسته کوي.
راضیه سرفراز، له اوو کلو راپدیخوا د استاد نقشبندي د نجونو په لیسه کې ښوونکې ده. نوموړې وایې: “زموږ ټولو مسؤولیت دی چې د معلولیت لرونکو زده کوونکو سره مرسته وکړو. د اشارې ژبې او بریل خط زده کړه موږ ته په ښونځي کې د افهام او تفهیم او د ښو زده کړو لپاره آسانتیاوي رامنځ ته کوي. زموږ هوډ همدا دی چې د ټولو معلولیت لرونکو زده کوونکو سره مرسته وکړو او د هغو لارښوونه زموږ ټولو مسؤولیت دی.”
همدا راز، آغا محمد نیازی، د جنرال غلام محمد شهید په منځني ښوونځي کې ښوونکی دی. نوموړی وایې: “د دغه پروګرام له پیلیدو څخه مخکې په دې نه پوهیدلو چې د معلولیت لرونکو زده کوونکو سره څه ډول خبرې او یا چلند وکړو. د نورو زده کوونکو په توپیر، معلول زده کوونکي ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري له همدې کبله دا روزنیز پروګرام د زده کوونکو او ښوونکو لپاره ډیر مهم دی.”
د دې لپاره چې ښوونکي او زده کوونکي د ټول شموله او ځانګړو زده کړو سره آشنا شي، په شمال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه هر کال لس ورځني او شل ورځني روزنیز پروګرامونه جوړوي. د 2020م کال په بهیر کې نږدې 350 تنو ښوونکو او زده کوونکو چې په خپلو ښوونځیو کې معلولیت لرونکي زده کوونکي لري، د بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو څخه په دې زده کړو کې ګډون کړی دی.