د افغانستان لپاره د سویډن کمیټي یو ښوونکی د افغان ځواکونو او وسله والو ډلی ترمنځ جګړي په ترڅ کي ووژل شو
نعمت الله، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې یوه سیمه ایز ښوونکې د افغان ملي امنیتی ځواکونو او د وسله وال مخالفی ډلی ترمنځ د رامنځته شوی جګړي په ترڅ کې ووژل شوو. نوموړی په شیرخان ښوونځي کې له تدریس نه وروسته د خپل کور په لور روان وو چې د یوي لوری له خوا په مرمۍ ولګیده او ځای په ځای ووژل شو.

دا پیښه د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالۍ د شاه ګلي په سیمه کې د دوشنبی په ورځ د آپریل په ۲۵ رامنځته شوه.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې شیرخان ښوونځی د نجونو لپاره یو سیمه آیز ښوونځی دی چې د غزنی ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې موقعیت لري. دغه ولسوالۍ د افغان ملي امنیتي ځواکونو او د وسله والو مخالفی ډلی په لاس کې ده. وسله وال مخالفه ډله زیاتره د لیرو پرتو سیمو کې نفوذ لري؛ په داسې حال کې چې مرکزي سیمي يي د افغان حکومت تر ادارې لاندي دي.
د وژل شوي نعمت الله څخه د هغي میرمن او څلور ماشومان چې درې هلکان او یوه نجلۍ ده پاتې شو. د نعمت الله کور د ښوونځي په درې سوه مټری کې پروت دې. د سویډن د کمیټي استازي د نعمت الله په جنازه او فاتحي مراسمو کې د ګډون تر څنګ، د هغه کورنۍ ته د خواخوږي پیغام هم ورساووه.
ښاغلي یورګن هولمسټروم، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي رئیس د دې پیښې په اړه داسې وايي:”مونږ ټول د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ښوونکي نعمت الله په وژنه غمجن یو.” موږ خپله خواخوږي د هغي د کورنۍ او دوستانو ته څرګنده وو. دا پیښه دا جوتوي چې څرنګه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه او د دې کمیټې کارکونکي څرنګه په یو نا امنه چاپیریال خپله دنده پرمخ وړي. موږ د دواړو خواوو (افغان دولت او وسله والی مخالفی ډلی) نه غواړو چې د ملکي وګړو ژوند، کورونو، ښوونځيو او د روغتون ودانیو ته درناوي وکړي. “
ښاغلي هولمستروم زیاته کړه:”له بده مرغه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ټولو ښکیلو ډلو (وسله والي مخالفي ډلي، نړیوال او افغان ځواکونو) له خوا زیان رسیږي. د میدان وردګ په ولایت کې زمونږ روغتون تر برید لاندي راغي او درې تنه په دې پیښه کې ووژل شو. په دې وروستیو کې هم د کندوز په ولایت کې په یوه کور د توغندي لګیدلو له امله د سویډن کمیټې یوه زده کونکي ووژل شوه او دوه نور يي ټپیاني شوي. کابو ټولو هغو سیمو کې چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه پکي فعالیت ترسره کوي نا امنه دي، او موږ خپله هڅه کوو چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې کارکوونکو خوندیتوب لپاره پاملرنه وکړو؛ خو د ملکي وګړو د خوندیتوب مسئوولیت د افغانستان د دولت او د وسله وال مخالفین لري. “
ښاغلي یورګن هولمستروم په ټولو ښکیلو خواوو باندي غږ وکړ چې د ملکيانو ژوند ته درناوي وکړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه به هڅه کوي تر څو خپل کار ته دوام وکړي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یوه خپلواکه او بې پرې ده او هیڅ یوي ډلی څخه ملاتړ نه کوي.
نعمت الله، چې اوه څلویښت کلن وو د شپږم ټولګي ښوونکی وو. هغه د دولسم ټولګي څخه فارغ شوي وو. او ۲۰۱۱ کال راپدیخوا يې د سویډن کميټې سره کار کوو. هغه د کار په موده کې د سویډن کمیټې د روزونکو له خوا روزنې ترلاسه کړې وي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې شیرخان نجونو سیمه ایز ښوونځي په رسمي/ دولتي ښوونځي په توګه پراختیا کړي ده او ۳۴۸ نجونې په دولس بیلابیل ټولګیو کې د لومړنۍ ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کړي کوي. د لومړني تر دریم ټولګي پورې ښوونکي د پوهنې وزارت له خوا او د څلورم تر شپږم ټولګيو ته ښوونکي د سویډن کمیټي له خوا په دنده ګومارل شوي دي.
